1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ملکي کس درې بهرني سرتیري وژلي دي.»

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه
https://p.dw.com/p/15nyx

په افغانستان کې د آیساف ماموریت خبر ورکړی دئ چې د ناټو په یوه مقر کې یو افغان ملکي کارکوونکي تیره ورځ په ډزو درې تنه بهرني سرتیري وژلي دي. تیره ورځ هم په یوه بله پیښه کې د یوه پولیس له خوا درې تنه امریکایي سرتیري وژل شوي وو.

د آیساف ویاند ویلي دي چې برید کوونکی په یونیفورم کې نه وو. د هغه په وینا لومړنۍ پایلې ښیي چې هغه یو ملکي کارکوونکی وو چې په مقر کې ئې د کار اجازه لرله. زیاته شوې ده چې داسې شواهد نشته چې گنې هغه دې د افغان پوځ کار کوونکی وې.

د آیساف ویاند زیاته کړې ده چې دوی په دې اړه معلومات نه لري چې دغه ملکي تن څنگه وسلې ته لاس رسی پیدا کړی دئ. دغه پیښه د افغانستان په سویل کې رامنځته ته شوې ده خو په اړه ئې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. په دغه مقر کې افغان او بهرني سرتیري میشت دي.