ملکه د لندن د المپیک لوبې پرانیزي
۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعهاعلان
نن جمعه د انګلستان ملکه دویمه الیزابت، په لندن کې د دوبي المپایي لوبې په داسې حال کې پرانیزي چې د څه د پاسه سلو هیوادونو دولتي او حکومتي مشران به، د هغو په ډله کې د امریکا د جمهور رئیس ماندینه او د آلمان جمهور رئیس یوآخیم ګاوک، هم حاضر وي.
په دغو لوبو کې به چی د اګست د میاشتې تر دولسمې نيټې پورې دوام کوي، د ۲۰۴ هیوادونو څخه ۱۰۵۰۰ په شاوخوا کې ورزشکارانو گډون کړی دئ.