1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت: ولي کرزی، خپل پخواني انډيوال وژلی

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د ولسمشر حامد کرزي ناسکه ورور او د کندهار تر ټولو واکمن شخص احمد ولي کرزي تر وژني وروسته ښايي په کندهار کي يوه خطر ناکه خلا رامنځ ته سي. کندهار د طالبانو پوخ سنګر ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/11tTo
ولسمشر کرزی
ولسمشر کرزیانځور: AP

د کندهار څخه وروستي راپورونه وايي، چي ولي کرزي د خپل يو پخواني انډيوال سردار محمد لخوا وژل سوی دی. کندهار په تيره لس کلنه جګړه کي هر وخت د تاوتريخوالي شاهد پاته سوی.

په کندهار کي استخباراتي چارواکي وايي چي نوموړی کس د کرزي د کلي قومي مشر و او د کرزيانو سره يې د ډيره وخته پيژندل.

د چارواکو په خبره دوی دواړه دوه په دوه په يوه کوټه کي سره ناست ول او وروسته فيرونه واوريدل سول چي سردار محمد پر ولي کرزي ډزي وکړي او پر سر يې ويشتلی، چي وروسته دغه کس د هغه د ساتونکو لخوا وژل سوی.

هغه رويټرز خبري آژانس ته ويلي :« داسي ښکاري چي احمد ولي کرزی د خپل يوه ساتونکي له خوا وژل سوی، د بهر څخه هيڅوک هم د هغه په وژنه کي لاس نه لري.»

Ahmad Wali Karzai Flash-Galerie
انځور: AP

په تيرو دو کلونو کي هم پر احمد ولي کرزي دوې تروريستي حملې تر سره سوي وې، چي دي پکښي روغ رمټ پاته سوی.

د ولسمشر ورور په کندهار کي د ډير قدرت خاوند وو، او د افغانستان په دغه نارامه ولايت کي يې د ولسمشر د نفوذ په ساتلو کي خورا مهمه ونډه درلوده.

کله چي په افغانستان کي طالبان د قدرت څخه را وپرځيدل نو دی د امريکا د متحده ايالاتو څخه افغانستان ته راستون سو. ده د شکاګو په ښار کي يو رستورانت درلود. کندهار ته تر راستنيدو وروسته هغه په يو قدرتمند کس واوښت.

د کندهار د ولايتي شورا د مشر په توګه هغه دومره د قدرت خاوند نه وو. ځکه دغه شورا محدود نفوذ لري. خو هغه د خپل قوم او کورنۍ له خوا ډير ملاتړ له ځانه سره لاره.

پر هغه باندي څو واري د مخدره توکو د قاچاق تورونه لګول سوي ول. خو هغه هر ځل دغه تورونه رد ول.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل