1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا نذير او ۱۲ نور ياغيان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل (dapd, دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي، چي د افغانستان سرحد ته نژدې د دغه هيواد په قبايلي سيمو کي د امریکامتحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د ياغيانو د يو لوړپوړي قومندان په گډون ۱۳ تنه وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/17Cln
انځور: STRDEL/AFP/Getty Images

پاکستاني چارواکو وويل چي د چهارشنبې په ناوخته ماسخوتن يا د پنجشنبې په لومړي ساعت کي پر شمالي او جنوبي وزيرستان باندي دوه بريدونه وسول او يو شمېر ياغيان پکښې ووژل سول.

هغوی ويلي دي، چي د دغو بريدونو په يوه کي ئې، د راپورونو له مخي د جنوبي وزيرستان د انگور اډې په سيمه کي د ياغيانو قومندان مولوي نذير له خپلو پنځو تنو جنگياليو سره يو ځای وژل سوی دئ.

د راپورونو له مخي يوې بې پيلوټه الوتکي د مولوي نذير موټر په دوو راکټونو ويشتلی دئ. يوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «ملا نذير او پنځه تنه جنگيالي ئې ځای پرځای وژل سوي دي.» هغه ويلي دي، چي دغه بريد د چهارشنبې په ورځ تر سره سوی دئ. خو وخت ته اړتيا وه چي له دغي غرنۍ سيمي څخه کره معلومات ترلاسه سي.

د انگور اډې او واڼې اوسيدونکو ويلي دي، چي دوی د مسجد د گوياوو له لاري خبر سول چي مولوي نذير وژل سوی دئ.

ملا نذير په جنوبي وزيرستان کي د طالب ياغيانو مشر وو. دغه ځای د طالبانو او القاعدې شبکې په پټنځای باندي هم پيژندل کيږي.

ملا نذير د ۲۰۱۲ کال د نوامبر په مياشت کي په يوه وسله وال بريد کي ټپي سو. دغه پاکستاني جنگسالار په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وړاندي د جنگ اعلان کړی وو او له پاکستان څخه ئې افغانستان ته جنگيالي لېږل.

ويل کیږي چي ملا نذير او په شمالي وزيرستان کي د ياغيانو مشر حفيظ گل بهار له حقاني شبکې سره نژدې اړيکي لرلې.

يو بل پاکستاني چارواکي ويلي دي، چي پر ملا نذير باندي هغه مهال بريد وسو چي پرلار باندي ئې موټر تخنيکي عوارض پيدا کړل او غوښتل ئې چي موټر تبديل کړي.

پاکستاني چارواکو ويلي دي، چي په وژل سوو کسانو کي د ملا نذير دوه تنه نور تکړه قومندانان عطاالله او رفيع خان هم شامل دي.

ملا نذير په ۲۰۰۷ عيسوي کال کي له اسلام آباد سره د سولي تړون لاسليک کړ، او له پاکستاني طالبانو سره ئې اړیکي خرابي وې.

د بې پيلوټه الوتکي په يوه بل بريد کي د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان په يوه کور کي ۹ تنه نور ياغيان هم وژل سوي دي خو ويل سوي دي، چي د هغوی هويت تراوسه پوري نه دی معلوم.