ملاله یوسفزی په ښه روغتیایي حالت کې ده
۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبهاعلان
هغه ۱۴ کلنه پاکستانۍ نجلۍ چې د طالبانو له خوا پر سر او غاړې وشتل شوې وه اوس په ښه روغتیايي حالت کې ده.
دغه نجلۍ ملاله یوسفزی نومیږي چې تیره ورځ د پاکستاني ډاکټرانو له خوا عملیات شوه. تر عملیات وروسته د هغې ډاکټرانو اعلان وکړ چې عملیات بریالی وو او ملاله په ښه روغتیايي حالت کې ده.
ملاله یوسفزی د پاکستان په سوات سیمه کې اوسیده او د طالبانو پر بریدونو باندې ئې نیوکې کولې. هغې همداراز د نجونو د زده کړې له پاره کمپاین کاوه.
طالبانو پر ملالې یوسفزی باندې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې هر څوک چې د هغې پر پلونو قدم کیږدي نو ورباندې به برید وشي.