مقتدی " الصدر ": مونږغواړو، چې د عراق ولس د وينو تويول پايته ورسوي
۱۳۸۷ فروردین ۱۲, دوشنبهاعلان
شيعه مذهبه واعظ مقتدی " الصدر " په هغه پيغام کې، چې په نجف کې يې پخپل مرکزي دفتر کې خپور کړ، خپلوپلويانوته وايي، چې " مونږغواړو، چې د عراق ولس د وينو تويول پايته ورسوي او د هېواد ثبات اوخپلواکي وساتي.
" الصدرزياتوي، زه د دې غوښتنه کوم، چې ټول وسله وال وګړي له سړکونوڅخه لاړشي ـ په بصرې اوپه ټولونوروولايتونوکې. څوک، چې لدې وروسته وسله په لاس په سړکونوکې ګرځي اوپردولتي ودانيوباندې يرغل کوي، نورزمونږپه جمله کې نه شمېرل کيږي.