مقبل: د کوکنارو کرونکي هم هغسي مجرم ګڼل کيږي لکه قاچاق وړونکي
۱۳۸۹ بهمن ۲۱, پنجشنبهپه دغه تګلاره کي راغلي چي، د کونارو کرونکي هغسي مجرم ګڼل کيږي لکه قچاق وړونکي. همدا راز کوم بزګر چي د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي حکومت به پر هرهکتارځمکه۱۰۰۰امريکايي ډالره مرسته ورسره وکړي.
ضرار احمد مقبل د خبرو پر مهال وويل: نور حکومت او نړوياله ټولنه د مخدره موادو په مخنيوي کي جدي دي هيڅچاته به يي د کرلو،قچاق او راکړي ورکړي اجازه ورنکړي.
«هغو کسانو سره به د قانون له مخه چلند وسي چي کوکنار کري، د کوکنارو کرونکي لکه د قچاق وړونکي په څير حکومت ته مجرم دي»
غونډه کي ناستو د بزګرو نماينده ګانو خپلي ورځنۍ ستونزي ، د کرهڼي په برخه کي يي د حکومت لږه پاملرنه، د وچکالي ستونزه او بيارغوني پروګرام پڅوالي څخه يي شکايت کاوه.
د هغه ولايت د ولايتي شورا ريس عبدالبصير د بزګرانو په استازيتوب وويل: « زه د فراه د خلکو په استازيوب درته وايم ستونزي مو راحل کړی. که دي په ټول فراه ولايت کي د کوکنارو کښت يا غلا وليده ځواب يي له ما وپوښته. دا هر څه له بيوزلۍ کيږي»
د افغانستان د مشرانو په مجلس کي د فراه د ولايت د خلکو يوې استازي بلقيس روشن وويل:
« د لوړپوړو دولتي مامورينو ځمکو کي کوکنار کرل سوي، دوی بايد اول وپوښتل سي ، خوار بزګر خپله لاس ځني اخلي»
د مخدره موادو سره د مبارزې وزير خلکو ته د مرستي ډاډ ورکړ،او وي ويل هرهغه بزګر چي خپله ځمکه کي کوکنار ختم کړي په هر جريب ځمکه به ۱۰۰۰.امريکايي ډالره چه د ۵۰زره افغانيو معادل کيږي مرسته و شي
« په بادغيس کي موږ دغه پلان عملي کړی تر اوسه مو ۴مليونه ډالره مرسته وروړي.او فراه کي به هم ستاسو د ښه نيت په صورت کي کومک وسي»
د خپلواکه سرچينو د راپور په اساس په دې وروستيو کي دغه هيواد کي د تارياکو نرخ لوړ شوي، ځکه نو يولامل يي هم دا دی چي په فراه کي سږکال يو ځل بيا ګڼ کروندګرو په خپلو ځمکو کي د کوکنارو کرلو ته مخه وکړه.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل