1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معنوي: ولسمشريزي ټاکني ۱۵۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري

۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چي دوی د را روانو ولسمشرۍ ټاکنو د لگښت له پاره نزدې ۱۵۰ ميلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/16Jii
انځور: AP

دغه ټکی د کمېسیون مشر فضل احمد معنوي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کي څرگند کړ.

د معنوي په خبره په دغو پيسو به دوی وکړای شي چي د رای ورکوونکو د نوم لیکني له بهیره پیل بیا د ټاکنو تر وروستي پړاوه پوري لگښتونه پوره کړي.

ټاکل شوې ده، چې د نوم لیکني بهیر د ۱۳۹۲کال په لومړیو میاشتو کې یعني په را روان پسرلي کې پيل شي.

د ټاکنو کمیسیون وايي یوازي دغه پړاو اتیا ميلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه نړیوالي ټولني په دغه برخه کي په عملي توگه پیسي نه دي ورکړي.

په همدې حال کي د ملگرو ملتونو سازمان ژمنه کړې ده، چې د انتخاباتو په مالي لگښت کې به له افغان دولت سره مرسته کوي.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په وینا دا ځل به د رای ورکولو داسي کارتونه و وېشي چې یوازي به د ټاکنو کارت نه، بلکي د تذکرې حیثیت هم ولري.

«موږ په دې لټه کي یو، هغه کارتونه چي موږ ئې ویشو هغه به په داسي کیفیت جوړ کړو چي د تذکرې حیثیت هم ولري او په دغه برخه کې د مخابراتو او کورنیوو چارو وزارت سره په تماس کي یو، چي د بې ځایه لگښتونو مخنیوی وکړو.»

ټاکل شوې ده چي د ولسمشریزي او ولایتي شورا گانو ټاکني به د ۱۳۹۳ کال د وري په مياشت کي پر يوه وخت تر سره شي.

دا هغه وخت دئ، چي بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه د وتلو پالیسي بشپړوي او حکومت ویره لري چي ښایي د نا امنیو له کبله په ځينو سیمو کي ټاکني گډي وډی شي.

د ټول ټاکنو کمیسیون مشر وايي، چي دوی د ټاکنو په لگښت کي، د انتخاباتو بیا تر سره کیدو ته هم پلان جوړ کړی دئ، او هغه بودیجه چي دوی ئې غواړي، د ټاکنو ټول اړخونه پکښې په پام کي نیول شوي دي.

د کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وایي، چي له امنیتي او کشفي ارگانونو سره ئې اوس لا په گډه کار پيل کړی دئ:

«موږ یوه کمیټه جوړه کړې ده چي مشري ئې د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر کوي. دا کمېټه دنده لري چي د انتخاباتو له پاره ټول لازم سهولتونه وڅېړي او نیمگړتیاوي مخکي له مخکي ليري کړي.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل