1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«معلوماتو ته په لاسرسي قانون کي دي بدلون راسي»

اسماعيل شاکر۱۳۹۳ آبان ۱, پنجشنبه

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایې، چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون طرح باید د ولسمشر تر توشیح دمخه اصلاح شي. دغه طرح دوه کاله دمخه ولسي جرګې ته د تصویب په موخه استول شوې وه او د روان کال د جون پر ۳۰ مه تصویب سوې ده.

https://p.dw.com/p/1DZvb
انځور: DW/H.S.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سیداکرم افضلي نن چهارشنبې (۲۰۱۴م کال د اکتوبر۲۲مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل چي د قانون په طرح کې ځیني ناڅرګند اصطلاحات ښايي راتلونکې ناسم پوهاوی رامنځ ته کړي.

دغه راز، معلوماتو ته د لاسرسي حقونو د څار کمېسیون نه خپلواکي او د دغه کمېسیون د واکونو ناڅرګندتیا هم هغه څه دي چې په یاد قانون کې جدي اصلاح ته اړتیا لري.

د ښاغلي افضلي په وینا د دغه قانون پر طرح باید تر توشیح وړاندي بیا کتنه وشي: «زموږ اندېښنه دا ده چې په قانون کې ځیني موارد ضعیف دي، لکه اطلاعاتو د لاسرسي حق او د دغه قانون د تطبیق برخه کې هم مشکلات شته، موږ ددې غوښتونکي یو چې باید د ولسمشر تر توشیح وړاندي بیا پارلمان ته واستول شي او د بدلونونه راوړل پکې لازم دي.»

دا څرګندوني داسي مهال کیږي چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ اداري یا نی د ملي یوالي له حکومت غوښتنه کړې ده چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون باید ژر تر ژره توشیح کړي.

په همدې ادارې پوري اړوند د رسنیو د څار مشر صدیق الله توحیدي ویلي دي چي معلوماتو ته د لاسرسي قانون طرح توشیح له خبریالانو سره مرسته کوي چې ډېر معلومات ترلاسه کړي.

په همدې توګه یاد قانون د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي په کمښت کې هم اغېزمن تمامېدای شي.

خو هاخوا یو شمېر افغان خبریالان هم وایې چې د دغه قانون ځیني برخې ګونکي دي چې باید اصلاحات پکښې راشي.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون طرح په ۶ څپرکیو او ۳۲ مادو کې رسنېزو بنسټونه جوړه کړې ده چې د افغانستان پارلمان تصویب کړې، خو ولسمشر تر اوسه توشیح کړې نه ده.