1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معصوم ستانکزی له ځانمرگي بریده روغ رمټ وتلی

سید ریاض (رویټرز)۱۳۹۳ خرداد ۳۱, شنبه

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزی په کابل کې له یوه ځانمرگي بریده ژوندی پاتی شوی. د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دغه برید کې یو تن وژل شوی او نور درې تنه ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CNQH
انځور: dapd

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي، د وینا له مخې یوه ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک موټر د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي، موټر ته څیرمه چولی دی. د رپوټونو له مخې ستانکزي ته په دغه برید کې زیان نه دی اوښتی.

د پیښې په ځای کې د شفیع الله په نوم د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي د اسوشیتد پرس، خبري آژانس ته ویلي دي چې ستانکزي ته په دغه پیښه کې کوم زیان نه دی اوښتی، ځکه چې په وینا یې ستانکزي په خپلې زرې موټر کې سفر کاوه. د پولیسو د نوموړي چارواکي په وینا دغه چاودنه «ډیره قوي» وه. زیاته شوې ده چې دغه چاودنه نن سهار په کابل کې رامنځ ته شوې ده. ستانکزي د افغان ولسمشر حامد کرزي، د سلاکار په توگه هم دنده لرلې ده.

لا تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو د اسوشیتد پرس خبري آژانس، په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ډیری وخت طالبان د افغان حکومتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او نورو وگړو پر وړاندې ځانمرگي بریدونه تر سره کوي.

دغه چاودنه په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو یوه اوونۍ وروسته تر سره کیږي. په پام کې ده چې نوی افغان ولسمشر به د حامد کرزي ځای ناستې شي، چې له ۲۰۰۱م کال راهیسې په واک کې دی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله چې له اشرف غني احمدزي سره سیالي کوي تیره اوونۍ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر درغلیو تورن کړ او د ټاکنو او شکایاتو له کمیسیون سره یې خپلې اړیکې وځنډولې. د اړیکو ځنډولو د پریکړې وروسته ډاکټر عبدالله دا هم ویلي دي چې د ټاکنو د پايلو د اعلانېدو په صورت کي به هغه ونه مني. هغه د ملگرو ملتونو د منځگړتوب غوښتنه کړې وه چې تیره ورځ یې حامد کرزي هم ملاتړ وکړ. په پام کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د روان میلادي کال د جولای میاشتې پر دویمه نیټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

درې بهرني سرتیري وژل شوي

په یوه بله جلا چاودنه کې د ناټو ځواکونو درې بهرني سرتیري وژل شوي دي. دغه چاودنه د افغانستان په سویل کې د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده. په افغانستان کې د نړیوال مرستندویه ځواک ایساف، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د دوی درې غړي وژل شوي دي خو د پیښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.