مظاهره کوونکو د کابل کندهار لویه لاره وتړله
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد وژل شوو ماشومانو عمرونه د اتو او ۱۲ کلونو تر منځ دي چي د مظاهره کوونکو په خبره د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کي د طالبانو او د ناټو د جگړې پر مهال وژل شوي دي.
په دغه سیمه کې هغه وخت جگړه پیل شوه چي ناټو او افغان ځواکونه د سیمي له مشرانو سره په خبرو بوخت ول او د طالبانو تر برید لاندي راغلل.
د زابل ولایت د والي مرستیال محمد جان رسول یار، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «کله چي پر ایساف او افغان ځواکونو باندي برید وشو هغوی هم بیرته پر برید کوونکو ډزي وکړې. د ډزو په پایله کي څلور ماشومان ووژل شول او یو شمیر نور تپیان شوي دي. نن خلک د ماشومانو د وژل کیدو په خاطر لاریون کوي.»
د چارواکو په خبره لومړني معلومات ښيي چي ماشومان د طالبانو د برید په پایله کي وژل شوي دي. د زابل ولایت د پولیسو یوه چارواکي محمد ظاهر د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي په لاریون کې په سوونو کسانو گډون کړی وو. هغه وویل چې مظاهره کوونکو له ځان سره د هغو ماشومانو مړي هم لیږدول چي د هغوی په خبره د ناټو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.
ایساف لا تر اوسه پوري د پېښي په اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کي د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو مرگ ژوبله د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت تر منځ یوه شخړیزه موضوع ده چي کله نا کله د لویو ستونزو د رامنځ ته کیدو سبب شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل