1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مظاهره کوونکو د تايلنډ سړکونه بند کړي دي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۳, دوشنبه

په تایلنډ کې مظاهره کوونکو د مهمو واټونو بندول پيل کړل. دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې به په فيبروري میاشت کې ټاکني تر سره شي. د یکشنبې په ماښام تر دې مخکې چې مظاهره کوونکي سړکونه وتړي دزې اوریدل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1ApWn
انځور: picture alliance/AP Photo

په تایلنډ کې د اپوزیسیون پلويانو د دوشنبې په ورځ د بنکاک د سړکونو په بندولو پیل وکړ. په دې ترتیب سره مظاهره کوونکو د دغه هيواد د پلازمېني مهم سړکونه بند کړي دي.

ډیری مظاهره کوونکو داسې بلوزونه اغوستي ول چې ورباندي «د بنکاک د سړکونو تړل» شعار لیکل شوی وو. هغوی د دغه ښار په څو مهمو چوکونو کي سره راټول شوي دي. ویل شوي دي چې د دغو سړکونو اکثره يې د دوشنې په سهار وختي لا تړل شوي ول.

مظاهره کوونکي د تایلنډ په اپوزیسیون «د خلکو د دیموکراتیک ریفورم کمېټه» پوري اړه لري. دغي ډلي ویلي دي، هڅه به وکړې چې د سړکونو د بندولو په سبب د عادي تایلنډیانو تګ راتګ ته په مستقیم ډول مزاحمت رامنځته نه کړي.

په دې ترتیب سره به نو تر مځکي لاندي ښاري میتروګاني او په هوايي ډګرونو کي الوتکې خپل فعاليت ته دوام ورکړي. په عین حال کې ویل شوي دي چې د سړکونو د بندولو له کبله تر یوې اندازې پوري د عمومي ترانسپورت پر وړاندي هم خنډونه رامنځته شو دي.

له بلې خوا د یکشنبې په شپه یوه ناپیژندل شوي کس د مظاهره کوونکو پر کمپ باندي فيرونه کړي دي. ویل شوي دي چې د دې پېښه په پایله کې یو کس پر غاړه ويشتل شوی دی چې اوس په روغتون کې تر درملني لاندي دی. په یوه بله پېښه کې یوه کس د دیموکراتیک ګوند (اپوزیسیون) پر مرکزي دفتر باندي فيرونه کړي دي خو د دې پېښې له کبله چا ته مرګ ژوبله اوښتې نه ده.

د ټاکنو بایکاټول

مظاهره کوونکو ویلي دي چې غواړي د څو اوونیو له پاره د بنکاک سړکونه وتړي. مظاهره کوونکي غواړي چې د تایلنډ اوسنۍ لومړۍ وزیره ینګلوک شیناواترا، له خپلي دندې څخه استعفا وکړي. شیناواترا په تایلنډ کې د دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې د لومړۍ وزیري په توګه ټاکل شوې ده.

مظاهره کوونکي ادعا کوي چې شیناواترا د خپل ورور د لاس اله ده. د هغې ورور د تایلنډ پخوانی لومړی وزیر او اوسنی میلیاردر تکسین شیناواترا دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې د پوځ له خوا له را وپرځول شو.

په تایلنډ کې په وروستیو مظاهرو کې نزدې۲۰۰۰۰۰ کسانو ګډون کړو وو. د دغو مظاهرو ملاتړ د اپوزیسیون دیموکرات ګوند له خوا کیږي چې د فيبرورۍ میاشتي ټاکنې یې هم بایکاټ کړي دي.