مطبوعات: د امنیت د لیږد دریم پړاو ډیر ستونزمن دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبهله پلازمینې څخه خپریدونکې خدمتګار ناپیلې ورځپاڼي لیکلي دي چې په داسې حال کې چې افغان دولت د یکشنبې په ورځ (د مې د میاشتې ۱۳مه نیټه) د امنیت د لیږد دریم پړاو پیلوي، وسله والو طالبانو خپل بریدونه ځواکمن کړي دي. د ورځپاڼې په لیکنه د امنیت د لیږد دریم پړاو باید سمبولیک نه وي.
د هشت صبح ورځپاڼې هم په خپلو پاڼو کې همدا مسله را نغښتې ده. د ورځپاڼې په یوه مطلب کې راغلي دي چې د امنیت د لیږد دوه تیرو پړاونو نمایشي بڼې درلودې. ورځپاڼې ویلي دي چې د د امنیت لیږد دریم پړاو به هم د تیرو پړاونو په سیر نمایشتي بڼه ولري. د هشت صبح په لیکنه د افغانستان په څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو کې امنیت خراب شوی دئ. ورځپاڼې لیکلي دي چې د امنیت د لیږد وروستی پړاو به د تیرو پړاونو په پرتله ډیر ستونزمن وي. ورځپاڼه وړانډي لیکي چې د امنیت د لیږد دریم پړاو باید د تیرو پړاونو په سیر نمایشي بڼه و نه لري او باید یوازې د جنډو په پورته کولو سره خلاصه نه شي.
له کابل څخه خپریدونکې د ارادې ورځپاڼې هم په همدې اړه لیکنې خپرې کړي دي. د ورځپاڼې لیکوال ویلي دي چې امنیتي مسئولیتونه باید تعریف شي چې ایا افغان ځواکونه به په نمایشي توگه د یو شمیر نورو سیمو امنیت ته اوږه ورکوي او که په واقیعت کې هم هغوي د بهرنیو ځواکونو تشه ډکولای شي. اراده پر حکومت نیوکه کوي چې په بي باکۍ سره د سیمو امنیت ته اوږه ورکوي په داسي حال کې چې د سیمې عیني او ذهني حالات هیڅ په پام کې نه نیول کیږي.
د شیکاگو غونډه د ورځپانو بله موضوع
په ورته وخت کې په روانه میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو غونډه چې د افغانستان په اړه جوړیدونکې ده، د ارادې ورځپاڼې ئې په اړه یوه شننه خپره کړې ده چې په یوه برخه کې ئې راغلي دي: «افغان دولت باید د شیکاګو غونډې ته روښانه طرحه ولري او باید په پوره احتیاط سره داسې ګامونه پورته کړي چې هم د افغان ملت په ګټه وي او هم پرې د بهرنیانو قناعت تر لاسه شي.»
ورځپاڼه وايي چې که د تیرو غونډو په څير یوه لویه افغانه ډله دغې غونډي ته ورشي په داسي حال کې چې هیڅ راز همغږي او ټول اړخیزه طرحه و نه لري نو نه یوازې دا چې دا فرصت به له لاسه ولاړ شي بلکې د افغانستان د راتلونکې په اړه به د خلکو امیدواري هم زیانمنه شي.
د انیس او هیواد دولتي رسنیو هم د شیکاگو د غونډې په اړه لیکنې کړي دي. انیس لیکلي دي چې د شیکاګو غونډې ته د افغان دولت پوره چمتو والی له دغې مهمي او برخلیک ټاکونکې ناستې څخه د افغانانو په ګټه د یوه څه د تر لاسه کولو معنی لري.
ورځپانې لیکي دي چې د ناټو د تړون مشران به یو ځل بیا په دغه ناسته کې له افغان دولت سره د خپلو اوږد مهالو امنیتي او سیاسي همکاریو ژمنې تازه کړي او دا به د افغانستان د راتلونکې له پاره یو پوخ تضمین وړاندې کړي.
میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش