مطبوعاتو د افغانستان په اړه د بن د غونډي اړخونه څیړلي
۱۳۹۰ آذر ۵, شنبهد ملي آرمان ورځپاڼي د بن د کنفرانس په اړه د تغیر او امید د ګوند د مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله، د خوشبینانه نظر په اړه لیکنه خپره کړي ده. ورځپاڼه وایي چې د بن د کنفرانس په اړه د افغانستان د سیاسي ډلو واحد نظر کولای شي چې ښې پایلي ولري او د غونډي اغیزمنتوب او د نړیوالو تر مخ د افغانستان حیثیت لوړ کړي.
همدا راز له کابل څخه یوې بلي خپریدونکې ورځپاڼي، برخلیک، هم د بن د دوهم کنفرانس مسله څیړلي ده. ورځپاڼې د مدني ټولنو د استازو هغه شکایتونه په ګوته کړي دي چې وایي د دغي ټولني اصلي غړي د بن په کنفرانس کې د ګډون لپاره ندي غوره شوي. په تیرو څو ورځو کې له پکتیا، خوست، کندهار او د افغانستان په ختیځ کې د یو شمیر ولایتونو څخه هم په دغې برخه کې د نیوکو آوازونه را پورته شوي دي. د مدني ټولنو یو شمیر غړې وایي چې د بن کنفرانس لپاره فرمایشي کسان چې د دوي استازيتوب نه شي کولای د حکومت له لوري غوره شوي دي.
د کابل چاپ انیس ورځپاڼي هم پر همدې مسلې یوه اوږده لیکنه خپره کړي ده. د انیس په مطلب کې راغلي چې د افغانستان په اړه د بن د کنفرانس په څیر د جوړیدونکو نړیوالو غونډو اغیزمنتوب خورا زیات دی. ورځپاڼي ویلي دي چې د بن د لومړي کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان د راتلونکي او د افغانانو لپاره د یوه ښه ژوند د جوړولو په خاطر ډیري مهمي پریکړي وشوې او د بن له دوهم کنفرانس څخه هم چې د اغیزمنو پریکړو تمه کیږي.
د هیواد په نامه یوې بلې ورځپاڼي بیا د د دوهمې غونډي په درشل کې د حکومت په وسله والو مخالفینو غږ کړی چې پردۍ وسلې له خپلو اوږوو ښکته کړي او په سیاسي بهیر کې د ښکیلیدو لپاره قانوني لاري چاري غوره کړي.
هیواد وایي چې د نړۍ د بغاوتونو په تاریخ کې هیڅ یوې ډلي هم د وسله والي جګړې له لاري د اوږدې مودې لپاره حکومت او واکمنۍ نه ده کړي او یوه مناسب جوړ جاړي ته د رسیدو لپاره تل په سیاسي ډیالوګ ټینګار شوی دی
د بن کنفرانس د راتلونکې میاشتې په پنځمه نیټه د آلمان په بن ښار کې جوړیږي. په دغه کنفرانس کې به افغانستان هڅه وکړي ترڅو تر ۲۰۲۴ کال پورې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ هوکړه تر لاسه کړي.
جلالزی
کتونکی: مسعود جهش