مصر: ۱۴تنه د اعدام په جزا محکوم شوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبهاعلان
د مصر یوې محکمې ۱۴ تندروي اسلامپالې د اعدام په جزا محکوم کړي دي. پر نوموړو کسانو په سنایي کې د پنځو تنو پولیسو افسرانو او د یوه ملکي وگړي د وژل کیدو د تور د ثابتیدو وروسته محکمې دغه سزا اورلې ده. د پولیسو په یوې تاڼې او په بانک باندې دغه بریدونه د تیرکال د جون او جولایي په میاشتو کې تر سره شوي وو.