مصر: په درو ښارونو کي بېړنی حالت اعلان سوی
۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبهد خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله د پورټ سعید په ښار کې د پولیسو سره په تازه نښتو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او په سلونو تنه ټپیان شوي دي. د مصر ولسمشر محمد مرسي د یوې تلویزونې بیانیې له لارې په دغه درو ښارونو کې بیړنی حالت اعلان کړ. د ولسمشر په وینا په دغه درو ښارونو کې به «د ۳۰ ورځو له پاره دغه بیړنی حالت ادامه ولري، چې د تیرې شپې څخه نافذ سوی دی». هغه په دغه بیانیه کې زیاته کړې ده: «کله چې ملت د خطر له گواښ سره مخامخ وي، زه باید سخت اقدامات وکړم. دا زما وظیفه ده.»
په پورټ سعید کې ناکرارۍ
د مصر د امنیتي کړیو په حواله، د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳ کال د جنوري ۲۷» یوې ډلې هڅې وکړه چې د پولیسو پر درې مرکزونه باندي هجوم وروړي او یو شمیر کسانو د پوځ یو اجتماعي کلوب ته اور واچاوه او د کلوب په داخل کې پراته شیان يې لوټ کړل.
د پورټ سعید د یوه ملکي روغتون مشر عبدالرحمن فراغ، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو ۱۸ کلن ځوان هم شامل دی چې پر سينه په گولۍ ويشتل شوی دی. د فراغ په وینا پر دې سربیره په سوو تنه ټپي شوي دي چې د هغې له جملې څخه ۴۲۹ تنه د اوښکي بهوونکي گاز له امله متاثره شوي ول او نور ۳۸ تنه په ډزو ټپي شوي ول.
د پورټ سعید ور څیرمه د سویز په ښارونو کې د وضعې د آرامولو او د عامه خدماتو د ودانیو د ساتنې له پاره پوځ ځای پر ځای شوی دی. د پورټ سعید په ښار کې په زرونو کسان د یکشنبې د ورځې په نښتو کې د وژل شوو کسانو د جنازې د مراسمو له پاره راټول شوي او د ولسمشر محمد مرسي پر ضد یې شعارونه ورکول.
د شنبې د ورځې تشدد
د شنبې په ورځ د پورټ سعید په ښار کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ په نښتو کې ۳۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شوي ول. دغه تاوتریخوالی په قاهره کې د یوې محکمې له لوري پر ۲۱ کسانو د اعدام د حکم تر صادریدو وروسته پیل شو. پر دغو کسانو تیر کال د پورټ سعید په لوبغالې کې د فوټبال د یوې لوبې وروسته په خونړي تاوتریخوالي کې د ښکیلتیا تور وو.
د ۲۰۱۲م کال په فبرورۍ میاشت کې هغه وخت ۷۴ تنه ووژل شول او په سوو کسان نور ټپي شول چې د ځایي المصري او د قاهرې د الاهلي د فوټبال لوبډلو تر منځ تر یوې سیالۍ وروسته اخ او ډب رامنځته شو.
د روغتیا چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د شنبې په ورځ په نښتو کې ټول کسان په ډزو وژل شوي دي. د یکشنبې په ورځ د پورټ سعید په ښار کې پولیسو شتون نه درلود او د دوهمې ورځې له پاره هم دوکانونه تړلي ول.
د اوونۍ د پای نښتې په سویز او قاهره کې د مرسي پر ضد تر خونړیو احتجاجونو وروسته پیل شوې. د جمعې په ورځ د سویز په ښار کې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول. د امنیتي سرچینو د وینا له مخې مظاهر چیانو د پولیسو پر څلورو مرکزونو یرغل وروړی وو او وسلې یې ولکه کړې وې. په عین وخت کې د مصر په پلازمینه قاهره کې مظاهرې د یکشنبې تر ورځې وغځیدلې. پولیسو د تحریر په میدان کې پر مظاهره چیانو چې پر دوی یې ډبري اورولې د اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دی. د تحریر میدان ته څیرمه د بریتانیې او متحده ایالاتو سفارتونه د یکشنبې په ورځ د عامه خلکو پر مخ تړل شوي ول.
سیاسي ترینگلتیا
په مصر کې اوسنۍ ناکرارۍ د دې څرگندوي کوې چې دغه هیواد له سیاسي لحاظه څومره ویشل شوی دی. د دغه هیواد اپوزیسون خبرداری ورکړی دی، که چیرې ولسمشر محمد مرسي ناکراریو ته «د حل جامع» لاره پیدا نه کړي نو د راتلونکو پارلماني ټاکنو څخه به بائیکاټ اعلان کړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د پالیسۍ مشرې کاترین آشتون په مصر کې د تاوتریخوالي په اړه «ژوره اندیښنه» څرگنده کړې ده او له چارواکو یې د «آرامې او نظم» د رامنځته کولو غوښتنه کړې او پر دواړ خواوو یې له زغم څخه د کار اخیستو غږ کړی دی.