1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: د نوي اساسي قانون په اړه ریفرنډم تر سره کیږي

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/1736M

د شنبې په ورځ په مصر کي د نوي اساسي قانون د مسودې په باب ریفرنډم یا ټولپوښتنه تر سره کیږي. د رپوټونو په حواله دغه ټولپوښتنه به په لویو ښارونو لکه قاهره، الکساندریه او په نورو ۷ ولایتو کي تر سره سي. د مصر ولسمشر محمد مرسي، ریفرنډم پر دوو وختونو او دوو سیمو ځکه وویشی، چې د هغې د کنترول او مراقبت له پاره کافي قاضیانو وجود نه درلود. نوی اساسي قانون زیاتره د اخوان المسلمين لخوا فورمولبندي سوی دی.

مخالفو ګوندو له خلکو څخه غوښتی دي چي په ریفرنډم کي برخه واخلي، خو هغه ته منفي رايي ورکړې. که هغه تحریم سي نو ګټه به یې یوازي اخوانیانو ته ورسیږي . لیبرالان، سیاسي گوندونه ، عیسویان او نور منتقدین په دې عقیده دي چي د اساسي قانون نوې مسوده اسلامي شریعت ته ډیره زمینه مساعدوي. په هغه کي د ښځو حقوق او شخصي آزادي ګاني محدودیږي.