مصري چارواکو امريکايي توغندي ونيول
۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبهاعلان
د مصر د امنیتي ځواکونو په حواله دوی د سینا په جزیره کي امريکايي توغندي نیولي دي، کوم چي په غزه کي د حماس د تندلاري سازمان له پاره په نظر کي نیول سوي ول. لوړ رتبه امنیتي مامورینو د جمعې په ورځ د فرانس پرس خبري آژانس AFP ته ویلي دي چي هغه مجموعأ شپږ د ټانک ضد او دافع هوأ راکټونه ول. فلسطیني سازمان حماس په تیرې نوامبر میاشتې کي ویلي ول چي له اسرايیلو سره به د جنګ له پاره نور هم ځانونه مجهز کړي.