1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصري امنیتي ځواکونه د «الفتح» جومات ته ننوتل

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبه

د مصر امنیتي ځواکونو هغه جومات چې احتجاج کونکي په کې ځای پرځای شوې ول لومړی محاصره کړ او بیا ورته ورننوتل. د اخوان المسلمین پلویانو د جمعې د ورځې له سختو نښتو وروسته د قاهرې په مرکز کې د«الفتح» جومات ته پناه وړې وه.

https://p.dw.com/p/19ROj
A member of the Muslim Brotherhood and supporter of ousted Egyptian President Mohamed Mursi shouts slogans after he is injured in front Azbkya police station during clashes at Ramses Square in Cairo, August 16, 2013. About 50 people were killed in protests in Cairo on Friday, security officials said. Thousands of supporters of deposed President Mohamed Mursi have been staging nationwide protests against a security crackdown on Islamists. REUTERS/Amr Abdallah Dalsh (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST TPX IMAGES OF THE DAY)
Ägypten Protest Muslimbrüder 16. August 2013انځور: Reuters

د مصر امنیتي ځواکونو د شنبې ورځې په سهار (د زمري۲۶/ اګست۱۷) هغه جومات چې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي، پلویانو ورته پناه وړی وه، محاصره کړی وه. دا په داسې حال کې ده چې د«منا» په نامه د مصر دولتي خبري آژانس د مصري چارواکو په حواله ویلي دي چې «وسله والو کسانو له جومات څخه پر امنیتي ځواکونو او پولیسو باندې ډزې کړې دي».

دا په داسې حال کې ده چې د « فرانس پرس» خبري آژانس ویلي دي چې مصري سرتیري جومات ته ننوتي دي. په همدې حال کې د "NTV" خصوصي تلویزوني شبکې په ژوندۍ بڼه سرتیري جومات ته د ننوتو په حال کې وښول. د دغو تلویزیون له خوا له خپریدونکو انځورونو داسې ښکاریدل چې سرتیري له احتجاج کوونکو سره خبرې کوي ترڅو هغوی دې ته وهڅوي چې له جومات څخه ووځي.

له بلې خوا د مصر د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسی، د «آزادي او عدالت ګوند» ویلي دي چې په زرګونه کسان د « الفتح» په جومات کې بند پاتې دي. دا جومات د رامسس میدان ته نزدي پروت دی. دغې ډلې په مصر کې د« قتل عام» د مخنوي غوښتنه کړې ده.

یوې میرمنې په جومات کې د «الجزیرې» تلویزوني شبکې ته وویل چې پولیس هڅه کوې چې جومات ته ورننوځي. دا په داسې حال کې ده چې "NTV" بیا ویلي دي چې امنیتي ځواکونو په جومات کې له میشتو کسانو څخه غوښتي چې کولای شي پرته له کومه خطره دغه سیمه پریږدي.

د مصر موقت حکومت ادعا کوي چې د ترهګرو پر ضد جنګیږي او وايي چې مظاهره کوونکي د ملکي کسانو پر وړاندې له وسلو څخه کار اخلي. دا په داسې حال کې ده چې د اخوان المسلمین ډلې پلویان بیا وایي چې «په جومات کې میشت کسان په سوله ییز ډول د مصر د لیري کړای شوي ولسمشر د بیرته واک ته راتلو غوښتنه کوي.»

اخوان المسلمین له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د راتلونکو شپږو ورځو له پاره دې د عصي یا قهر د جمعې تر نامه لاندې خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د رابعه عدویه د جومات په شاوخوا کې د اخوان المسلیمن د پلویانو د احتجاجي کمپونو لیري کول په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو سبب شو چې په پایله کې يي د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو له ۶۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول.

د جمعې په ورځ هم لږ تر لږه ۵۵ تنه احتجاج کوونکي او پولیس ووژل شول. اخوان المسلمین د جمعې ورځ د قهر ورځ اعلان کړې ده او له خپلو پلویانو يي غوښتي دي چې د جمعې له لمانځه وروسته احتجاجونه وکړي.

په مصر کې له تاوتریخوالي ډکې نښتې

د اخوان المسلمین پلویان د جمعې په ورځ د«رامسس میدان» په شاوخوا کې راټول شوې ول چې بیا وروسته په همدې ځای کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول. په مصر کې تاوتریخوالی یوازې د قاهره ښار ته محدود نه دی، بلکې نښتې د دغه هیواد نورو ښارونو ته هم غځیدلې دي. سویس کانال ته نزدې د «اسماعیلیه» په ښار کې څلور، او د «دمیات» په ایالت کې اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په عین وخت کې د «فیوم» په جنوبي ښار کې هم پنځه تنه وژل شوي دي.

د مصر اخوان المسلمین ګوند د دویم ځل له پاره د مرسي قدرت ته د رسیدو غوښتنه کوي. محمد مرسي د جولای د میاشتې پر دریمه نیټه د پوځ له خوا له واکه لیري کړای شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب