مصريانو ټوله شپه په خوښيو تېره کړه
۱۳۸۹ بهمن ۲۳, شنبهپه مصر کي د ولسمشر حسن مبارک د استعفی وروسته برايي ټوله شپه (د جمعې او شنبې منځنۍ شپه) مصريانو په خوښيو او لمانځنو تېره کړه. د سهار تر لمانځه پوري مصريانو د بري سندري ويلې، د هارن وهونکو موټرونو قطارونه يې را ايستلي ول او د قاهرې په مرکز کي د تحرير په ډگر کي راټول سوي ول.
دا لا تر اوسه نده معلومه چي ايا احتجاج کوونکي به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي که څنگه.
د مصر ولسمشر حسن مبارک د جمعې په ورځ د دېرشو کلنو واکمنۍ وروسته خپله استعفی ورکړه او واک يې د پوځ يوې جرگې ته وسپاری. د تيرو اتلسو ورځو راهيسي په پراخو احتجاجونو کي د نوموړي د واک څخه د ليري کېدنې غوښتنه کېدله چي دی يې بالآخره استعفی ته اړ کړی.
د مصر د دفاع وروستی وزير محمد حسين تنتاوي د هغې پوځي ډلي مشري په غاړه لري چي حسن مبارک ورته د هيواد واک په لاس ورکړی دی. پوځ ويلي دي چي د احتجاج کوونکو سره به گډ کار وکړي.
د مصر د حکومتي رسنيو په وينا د عربي ليگ سرمنشي امر موسی غواړي چي په راتلونکې اونۍ کي د نوموړي دندي څخه استعفی وکړي. د مصر دغه پخواني د بهرنيو چارو وزير ته د ولسمشرۍ د ممکنه کانديد په توگه کتل کيږي.
د مصر د ولسمشر حسن مبارک پر استعفی په نړۍ واله توگه مثبته غبرگونونه ښودل سوي دي. د المان لومړۍ وزيري انگېلامېرکل ويلي دي چي دا د مصريانو لپاره د يوې داسي ټولنې هيله لري چي پکښي سانسور ربړونې او اداري فساد نه وي موجوده. د امريکا د متحده ايالتونو ولس مشر باراک اوباما په خپل غبرگون کي ويلي دي چي د مصر خلکو دا خبره روښانه کړه چي دوی يوازي يوه حقيقي ډيموکراسي مني. اوباما د مصر پر پوځ ږغ وکړی چي د خلکو د حقونو ساتنه وکړي او د شفافه ټاکنو لپاره لاره هواره کړي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسؤلې کاترين اشټون د مصريانو سره د کومک ژمنه کړېده.
په سويس کي د ولسمشر حسن مبارک او د هغه سره تړلو کسانو ټوله بانکي حسابونه منجمده کړل سوي دي. د سويس د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي سويس پدې توگه غواړي چي د مصر په دولتي شتمنيو کي د ممکنه درغلۍ مخه ونيسي.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: محمد قاسم نوري