1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشورتي لويي جرګې ته د کرزي د وينا مهم ټکي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۳۰, پنجشنبه

په کابل کي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتونو ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرګه د افغان ولسمشر حامد کرزي په وينا پرانيستل سوه. اوس به ګډون کوونکي په ۵۰ کمېټو کي د تړون په اړه مشورې پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1ALk6
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

افغان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې په پرانيستونکي وينا کي له امریکا سره امنیتي تړون ډېر مهم وباله او زياته يې کړه چي دغه امنيتي تړون به د سیمي افغانستان او امريکا ترمڼځ اړيکي ټاکي.

کرزي په خپل وينا کي وويل چي دغه تړون موږ ته يوه ګټه دا رارسوي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور لږ سي: «بهرنيان به په راتلونکي کال کي له افغانستان څخه وزي. که تاسو د جرګې غړو موافقه وکړه نو په لږ تعداد بهرني عسکر چي شمېر به يې له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پوري وي پاته سي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چي د دې امنيتي تړون د رامنځ کولو يو مرام دا دی چي د افغانستان په کلو او بانډو کي د بهرنيو ځواکونو تګ راتګ او د کورونو تلاښۍ بندي سي. د هغه په خبره د دغه تړون یو ډېر جنجالي ټکی هم دغه وو: «پر دغه ټکي باندي مو ډېري شخړي وکړې، دوی خپل استدلال کاوه موږ خپل استدلال کاوه. زموږ استدلال داوو چي د تروريزم خلاف جنګ په افغانستان کي نه دی. ته د افغانانو کورونو ته هره شپه پر څه ځې؟ »

کرزي زياته کړه،«د تروريزم خو ځالګی، تربيتګاه او پناه ګا معلومه ده هلته ولي نه ځی؟ دلته څه کوی هره ورځ زموږ په کليو کي انسانان په تکليفوی. خو امريکايانو خپل استدلال کاوه چي هغه بيا په عمومي توګه موږ ته د منلو نه وو.»

په افغانستان کي له ډېره وخته پردې باندي بحث کيږي چي هغه څه چي افغان حکومت ورته اړتيا لري هغه د بهرنيانو له خوا نه دي ورکړل سوي، بلکي داسي څه ورکړل سوي دي چي هغه د افغانستان د پرخپلو پښو په درولو کي مرسته نسي کولای.

ښاغلي کرزي مشورتي لويي جرګې ته په وينا کي هم دې خبري ته اشاره وکړه او زياته يې کړه هغه څه چي افغان حکومت له بهرنيانو څخه غوښتي دي هغه يې نه دي ورکړي. د هغه په خبره د دغه امنيتي تړون له مخي به له افغانستان سره هغه شان مرسته کيږي لکه دوی چي اړتيا ورته لري.

کرزي وويل چي له واشنګټن سره د دواړو هيوادونو د امنيتي تړون پر سر موافقې ته رسېدلی دی خو يو شی چي د هغه په خبره د افغان حکومت صلاحت نه دی هغه د افغانستان له قضايي سيستم څخه د امريکايي ځواکونو ساتل دي. کرزی وويل چي دا پريکړه به د افغانستان ملت کوي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون يوه جنجالي موضوع د شپې د عملياتو او کورونو د تلاښی موضوع وه چي لويه جرګه هم په همدې دليل رابلل سوې ده. خو کرزي وويل چي وړمه ورځ د امریکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو د وزير له خوا داسي وړانديز ورته وسو چي په دې به د ده په نوم یو ليک ور ولېږي چي په هغه که د دغي جنجالي موضوع يوه حل لاري وړاندي سوې وي.

د کرزي په خبره په دغه ليک کي د دوی تر اصلاحاتو وروسته دغه لیک د امريکا ولسمشر بارک اوباما لاس لیک کړ او نن د پنجشنې د ورځي په سهار وختي دوی ته سپارل سوی دی.

کرزي وويل: «په دغه ليک کي راغلي دي چي امريکايي ځواکونه بې له «فوق العاده حالاتو» څخه د افغانانو کورنو ته نسي ورننوتلای او هغه به هم يوازي په هغه حالت کي وي چي د يوه امريکايي وګړي و ژوند ته ګواښ وي. امريکا د افغانستان و خپلواکۍ، ارضي تماميت او ملي حاکميت ته احترام لري.»

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه راز وويل چي امريکا غواړي په افغانستان کي د ناټو او ځنيو اسلامي هيوادونو سره يو ځای نهه پوځي اډې ولري. دغه اډې به په «بګرام، کابل، مزارشريف، هرات، جلال آباد، کندهار، شنډنډ، ګردېز او هلمند دي.»

دا چي افغانستان ولي له امريکا متحده ايالاتونو سره غواړي چي دغه تړون لاس لیک کړي ولسمشر کرزي وويل چي دغه تړون زموږ د هيواد ثباتو ته ډېره ګټه رسوي. کرزي وويل چي په سيمه او افغانستان کي سوله د دوی په لاس کي ده: «د قرارداد شرط په افغانستان کي سوله او امنيت دی. زه په دې پوه يم چي که زموږ همسايه هيواد پاکستان او امریکا په سوله کي را سره ودريږي هم به افغانستان امن وي او هم به پاکستان.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب