1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: پر ملي دفاع وزارت مو د بريد پلان شنډ کړی

۱۳۹۰ شهریور ۶, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل د کوټي شوار د دوو او کقاني شبکې د دري کسيزي ډلي د نيولي خبر ورکړی. مشعل په کابل کي خبري غونډي ته ويلي چي د حقاني ډلي د ملي دفاع وزارت پر تاسيساتو د بريد پلان درلودی.

https://p.dw.com/p/12OzJ
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعلانځور: DW

د ملي امنيت وياند ويلي چي د حقاني شبکې دغي رې کسيزي ډلي يوه نيمه مياشت وړاندي د کابل ښار پر لومړۍ امنيتي حوزه هم د بريد پلان جوړ کړي ؤ او تيره اونۍ يي غوښتل چي د ملي دفاع وزارت پر تآسيساتو او د سردار محمد داوود خان پر روغتون بريد وکړي چي د ملي امنيت کارکونکو يي مخه ونيوله.

د ښاغلي مشعل په وينا دي ‌ډلي په لومړنيو څيړنو کي منلي ده چي پر ملي دفاع وزارت او سردارمحمد داوود خان روغتون يي د بريد هوډ درلود.

لطف الله مشعل وايي د بريدونو پلانونه د پاکستان په ميرانشاه کي جوړ سوي ول.

دغه راز، د ملي امنيت وياند د کوټي شورا د دوو غړو د نيولو هم خبر ورکړ، چي په خبره يې دغو کسانو په هرات ولايت کي د بريدونو پلان طرح کړي ؤ.

ملي امنيت رياست په داسي حال کي د بريدونو د مخنيوي او په دې تور د کسانو له نيول کيدو خبر ورکوي چي تيره اونۍ همدغه رياست د ترهګرو له پاره د يوي ځانګړي محکمي د جوړولو غوښتنه کړي.

تيره اونۍ په کندهار کي هم هغه کسان ونيول سول چي د لوړ پوړيو چارواکو په وژلو او په لنگوټوکي د بمونو په ايښودلو کي يې لاس درلودی.

د کندهار د ملي امنیت رئيس ويلي ول، چي مجریم مو نيولی نه وي بيا يا دولتي چارواکي يا قومي مشران ورته ناست وي چي دا خوشي کړي. او په دغه ډول ډيری مجرمين بيرته خوشي سوي دي.

هغه هم د ترهگرو دپاره د يوې ځانگړې محکمې غوښتونکی دی. ځکه په خبره يې ترهگر به ژر محکمه کيږي او دې ته به نه پاتيږي چي د خلاصون هلي څلي يې وسي.

ددوي دا غوښتنه د جمهوري رياست له هرکلي سره مخ سوه او ددغه راز يوې محکمي جوړولو په برخه کي يي د اقدام ژمنه وکړه.

څو مياشتي وړاندي يو کس چي د ملي اردو جامي يي په تن وي د سردارمحمد داوود خان ۴۰۰ بستريز روغتون ته ننوت او ددغه روغتون په انګړ کي يي ځان والوزاوه. په دي پيښه کي ۶تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډير نور ټپيان وو.

د ملي امنيت کارکونکو ويلي و د ملي اردو هغه سرتيري يي نيولي چي بريد کوونکي يي روغتون ته ننه ايستلي ؤ .

په همدي توګه نيږدي ۵ مياشتي وړاندي د ملي اردو په جامو کي يو بل تن د ملي دفاع وزارت ته ننوت او هلته يي په سرتيرو ډزي وکړي .

ددغه وزارت چارواکو ويلي وو چي په دي پيښه کي د پوځ ۲ سرتيري وژل شوي او ۷ نور ټپيان وو.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل