1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: د هرات د بريدونو پلان په چمن کي جوړ سوی و

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ په کابل کي خبري غونډي ته وويل چي، د ترهګرو څلور ستري ډلي يې نيولي چي د ګاونډيو استخباراتي شبکو ملاتړ ورسره ؤ.

https://p.dw.com/p/11agA
د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل
د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعلانځور: DW

د ښاغلي مشعل په خبره دا څلور ډلي په هرات ښار کي نيول سوي چي ددغه ښار په سينما چوک او پر پي ار ټي دفتر د بريدونو پلان يې جوړ کړی ؤ.

« د بريدونو پلان په چمن کي جوړ سوی ؤ، د ګاونډيو هيوادونو استخبارات په دې کي مسقيماً لاس لري، په ځانګړې توګه د هندي وګړو په نښه کول څرګندوي چي چا ددې بريدونو تر شا لاس درلود.»

د ملي امنيت وياند وروسته له هغي دا څرګندوني کوي چي په روانه اونۍ کي افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته سفر وکړ او هلته يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولي ګډ کمېسيون پرانيست.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له خپل افغان سيال سره په خبرو کي ويلي وو چي په افغانستان کي سوله د پاکستان او سيمي په ګټه ده.

دغه راز، د پاکستان لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني هم له افغان پلاوي سره د سولي په برخه کي د بشپړي همکارۍ ژمنه کړې.

په هرات کي د بريد قربانيان
په هرات کي د بريد قربانيانانځور: DW

خو د ملي امنيت عمومي رياست وياند لطف الله مشعل وايي چي تردې وړاندي هم په شفاهي او ليکلي ډول ژمني سوې چي موږ يې عملي پايلو ته سترګي پرلاره يو.

له بل لوري د سياسي چارو يو شمير شنونکي په دې باور دي چي د ملي امنيت د چارواکو دا څرګندوني دا ښيي چي لا هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا حاکمه ده.

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي رحيم الله يوسفزي د ټيلفون پر ليکه دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل: ددغو څرګندونو ترشا ښايي دداسي کړيو لاس وي چي نه غواړي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي ښې سي.

يوسفزی وايي چي، د رسنيو له لاري پر يو بل تورونه لګول بې باوري نوره هم زياتوي او په راتلونکي کي به يې پايلي هم د دواړو هيوادونو په زيان وي.

چپاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال د سولي ګډ کمېسيون په غونډو کي د افغانستان استازيتوب ولسمشر کرزي، د بهرنيو چارو وزير او د پوځ او ملي امنيت رييس او د پاکستان له لوري د هغه هيواد لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني، د پوځ مشر جنرال پرويز اشفاق کياني او د آي اس آي مشر جنرال احمد شجاع پاشا ګډون درلود.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل