1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: د تښتونکو د يوې ډلي مشري نجلۍ کوله

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

د ملي امنيت عمومي رياست وياند لطف الله مشعل چي نن په کابل کي يوې خبري غونډي ته د خپلو فعاليتونو په اړه راپور ورکاوه، وويل چي، دغه نجلۍ يي له خپلو ۶ ملګرو سره په غزني ولايت کي نيولې ده.

https://p.dw.com/p/123q0
دا دوهم ځل دی چي په غزني کي ښځي نيول کیږي.
دا دوهم ځل دی چي په غزني کي ښځي نيول کیږي.انځور: AP

د ښاغلي مشعل په خبره دا لومړۍ ځل دی، چي يوه نجلۍ له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول کيږي. مشعل زياتوي چي دې ډلي په غزني او شاوخوا سيمو کي د مهمو دولتي کسانو په تښتونه او يو شمير ترهګريزو کړنو کي لاس درلود.

دغه راز، مشعل په همدې خبري غونډه کي د کابل پر نړيوال هوايي ډګر د يوه لوي بريد د مخنيوي خبر هم ورکړ. ده وويل کابل نړيوال هوايي ډګر ته څيرمه د دولت آباد په کلي کي يې د وسلو دوه ډيپوګان کشف کړي چي پر هوايي ډګر باندي د بريد په موخه پکي بېلا بيل ډوله سپکي او درني وسلي ځای پرځای سوي وې.

مشعل يو ځل بيا د پاکستان استخبارات په افغانستان کي په وسله والو فعاليتونو کي شکيل وبلل او ويې ويل، چي د ټولو بريدونو پلانونه د پولي هاخوا جوړ او دلته عملي کيږي.

د مشعل په وينا د سراج الدين حقاني شبکې د يوې ۱۶ کسيزي ډلي قوماندان يې په خوست ولايت کي نيولی چي اصلاً پاکستانی دی.

په همدې توګه يو بل پاکستانی وګړی يي هم په کابل ښار کي د ترهګريزو بريدونو په تور نيولی دی. دا لومړۍ ځل نه دی چي د افغانستان ملي امنيت په وسله والو کړنو کي د لاس لرلو په تور بېلابېلي ډلي او کسان نيسي، بلکي تردي وړاندي يي هم په ګڼ شمير کي د وسلو او مهماتو ترڅنګ د وسله والو مخالفينو د مهمو قوماندانانو د نيوني خبر ورکړی.

د چارو کتونکي وايي، په هيواد کي د مخالفينو مهم کسان نيول کيږي، خو وروستی برخليک يې عامو خلکو او ولس ته نه په ډاګه کيږي. د کتونکو په وينا ډير ځله نيول سوي کسان بيرته هم خوشي سوي دي.

د افغانستان د استخباراتو يوه پخواني مشر جنرال عبدالواحد طاقت دويچه ويله ته وويل، د دغو کسانو په نيوني هغه مهال باور کولای سي، چي د نيول کيدو په څير يي په سزا رسولو هم خلک او رسنۍ خبري سي.

د ښاغلي طاقت په خبره دا کار هغه مهال شونی دی، چي ددغه راز کسانو له پاره ځانګړې محکمه جوړه او د قاضيانو امنيت يي هم په سمه توګه خوندي سي.

ملي امنيت په داسي حال کي له دغه راز نيونو خبر ورکوي چي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د ليږد بهير لومړۍ پړاؤ بشپړ سوی او ورسره جوخت وسله والو مخالفينو هم خپلو فعاليتونو ته زور ورکړی.

په دې لړ کي د لوړ پوړو دولتي چارواکو او مخورو شخصيتونو وژنه او پر مهمو دولتي ودانيو بريدونه هغه څه دي، چي د دولت د وسله والو مخالفينو د جګړې له نويو تکتيکونو څخه ګڼل کيږي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل