1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف: پوځيان کولای سي بيا په سياست کي مداخله وکړي

۱۳۸۹ آذر ۲۵, پنجشنبه

د پاکستان پخوانی مشر جنرال پرويز مشرف وايي چي کيدای سي يوار بيا د هيواد په سياسي چارو کي پوځ مخداخله وکړي.

https://p.dw.com/p/Qd5p
د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرف
د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرفانځور: picture-alliance/ dpa

مشرف د سکای نيوز ټلويزیوني شبکې سره په مرکه کي ويلي، چي په پاکستان کي د خرابي وضع له کبله پوځ مجبوره دی چي يوار بيا د هيواد په سياسي ژوند کي مداخله وکړي.

« تاسو بايد پوه ياست چي په پاکستان کي پوځ ډير مهم رول لري. پاکستانی پوځ اغېزمنه اداره لري او په بحراني حالاتو کي خلک پوځ ته مراجعه کوي او د هغوی څخه د هيواد د کنترول تر په لاس کي نيولو غوښتنه کوي.»

د پاکستان اوسنی حکومت نه يوازي دا چي د وسلوالو مخالفينو سره لاس و گريوان دی په دې وروستيو کي په پارلمان کي هم ورته ستونزي پيدا سوي.

وروسته له هغه چي د پاکستان حکومت د جماعت اسلامي د گوند يو وزير له دندي څخه گوښه کړی د ايتلافي حکومت او جماعت اسلامي گوند تر منځ لانجه رامنځ ته سوې.

د پاکستان پخوانی مشر جنرال پرويز مشرف وايي چي په داسي حالاتو کي خلک ستونزي پيدا کوي، او سياسي حالت اغېزمن کيږي.

پرويز مشرف چي په روان وخت کي په عربي اماراتو کي ژوند کوي وايي چي وطن ته د بيرته گرځېدو دپاره هيڅ کومه ستونزه نه ويني.

« زه دا حق لرم چي بيرته پاکستان ته ولاړ سم، خو زه دا کار په يو مناسب وخت کي کوم»

سکای نيوز تلويزيون زياتوي چي د پاکستان پخوانی مشر پرويز مشرف په روان وخت کي په دې بوخت دی چي يو نوی سياسي گوند ځان ته جوړ کړي، د کوم له مخه چي هغه غواړي بيا ځان قدرت ته ورسوي.

مشرف ويلي چي د هيواد روانو حالاتو غمجن کړی: د هغه په خبره پاکستان د اقتصاي کړکېچ سره مخامخ دی، د بې کارانو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي او وگړي د حکومت د کړنو څخه نا راضه دي او پرته تر هغه په هيواد کي تروريستان فعاليت کوي.

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم