1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف: په راتلونکي مېلادي کال کي به پارلماني ټاکني تر سره سي.

۱۳۸۶ آبان ۱۷, پنجشنبه

د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف ويلي دي چي په دغه هيواد کي د راتلونکي ميلادي کال د فيبرورۍ په مياشت کي پارلماني ټاکني ترسره سي.

https://p.dw.com/p/DKCb
مشرف دغه خبره په يوه تلوېزيوني ويناکي کړې.
مشرف دغه خبره په يوه تلوېزيوني ويناکي کړې.انځور: AP

مشرف دغه خبره په يوه تلوېزيوني ويناکي کړې، او دا يې هم ويلي دي چي کچيري دی ددوهم ځل له پاره د ولسمشر په توګه وټاکل سي نو دی به د پوځ د مشرۍ څخه استعفا وکړي.

د پاکستان د پارلمان لخوا مشرف د دوهم پړاو له پاره د دغه هيواد د ولسمشر په توګه ټاکل سوی و، خود يو لړ شکايتونو له امله ستري محکمې ته دغه مساله وړاندي سوې وه.

ويل کيږي چي ستري محکمې غوښتل چي شکايتونه ومني او د دوهم ځل له پاره د ولسمشر په توګه د پروېز مشرف ټاکل کېدل تر پوښتني لاندي راولي، خو مخکي له دې چي د پاکستان د ستري محکمې لخوا دغه پرېکړه اعلام سي مشرف په پاکستان کي بيړنی حالت اعلام کړی.