مشرف د پوځ د مشرۍ څخه استعفاوکړه.
۱۳۸۶ آذر ۷, چهارشنبهاعلان
د لاهورپنډۍ ښارپه پوځي هډه کي مشرف په يو لړ ځان ګړو مراسيو سره د پوځ د مشرۍ څخه استعغاوکړه، او خپل ځای ناستي جنرال اشفق کياني ته يي د پوځ سمبوليک لرګی په رسمي ډول ور وسپاری.
مشرف دا کار ددې له پاره وکړی چي سبا به د دوهمي دورې له پاره د پاکستان د مشرۍ لوړه وکړي.
مشرف د نوومبر د مياشتي پر دريمه نېټه بېړنی حالت اعلان او د سپريم کورټ يا ستري محکمې قاضيان يي بدل کړه. نوو قاضيانو د اولسمشر په توګه د نوموړي بيرته ټاکل قانوني وبلل.