مشرف تهران ته ورسېد
۱۳۸۵ بهمن ۱۶, دوشنبهاعلان
د پاکستان ولسمشر د منځني ختيځ د شخړې د هوراولو په موخه د »سولې يوه هڅه« وړاندې کړې ده چې دی غواړي دغه تگلاره د ايران، ترکيې، سعودي عربستان، مصر، سوريې، متحده عربي اماراتو، مالايزيا او اندونيزيا د هېوادونو په دوره کې له مشرانو سره شريکه کړي. د دغې تگلارې په هکله جزيات لا نه دي رابرسېره شوي.