1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف اضطيراري حالت به ليري سي.

۱۳۸۶ آذر ۹, جمعه

د پاکستان مشر پرويز مشرف د کورنيو او بهرنيو فشارونو د مخي اعلان کړی دی چي بېړنی حالت به د دسمبر د مياشتي پر 16 نېټه ليري کړي.

https://p.dw.com/p/DKCL
مشرف خپلو هيوادوالو ته په يوې تلويزيوني وينا کي ډاډ ورکړی.
مشرف خپلو هيوادوالو ته په يوې تلويزيوني وينا کي ډاډ ورکړی.انځور: AP

مشرف خپلو هيوادوالو ته په يوې تلويزيوني وينا کي ډاډ ورکړی، چي اساسي قانون به هم بيرته نافذکيږي.

مشرف د نومبر پر دريمه ، د اسلامي تندلارو څخه د خطر په پلمه په پاکستان کي بېړنی حالت رامنځ ته کړی. ده د ټولو ګوندونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د راتلونکي کال د جنورۍ د مياشتي پر اتمه نېټه دي په پارلماني انتخاباتو کي برخه واخلي. دده مخالفو مشرانو بېنظير بوټو او نواز شريف، د بيړني حالت په موجوديت کي د ټاکنو سره پرېکون يا د برخي نه اخيستو ګواښ کړی وو.