مشرانو جرگه: موږ يې وروڼه بولو هغوی مو وژني
۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبهد مشرانوجرگي په هغه غونډه کي چي نن تر يوې نيمي مياشتي رخصتۍ وروسته جوړه سوې ول يو شمېر استازو د ځنځيري وژنو او د عامو خلکو د سرونو د پريکولو په وړاندي سخت غبرگون وښودی او پر افغان امنيتي ارگانونو سختي نيوکي وکړې.
د فراه ولايت سناتوره بلقيس روشن وويل، چي د هغو څلور تنو ماين پاکانو کورنيو چي په فراه کي ووژل سول ولسمشر ته خط ليږلی چي د هغوی زامن دي هم طالبانو ته وسپارل سي.
« تاسي خبرياست چي په فراه کي څلور تنه ماين پاکان وژل سوي دي د هغوی کورنيو په ډير نفرت سره جمهوررئيس ته ويلي چي د هغوی کونډياني او ماشومان دي هم خپلو طالب ورونو ته ور وسپاري.»
مېرمن روشن زياته کړه، چي په تيرو شلو ورځو کي په فراه کي لږ تر لږه د شلو تنو عامو خلکو څخه طالبانو سرونه پريږکړي دي. سناتورانو دې عمل ته په اشارې سره ويلي چي دا د افغانستان دښمان دي.
د وردگو ولايت سناتور سيد محمد سعيدي، وويل چي، د سولي د عالي شورا فعاليتو غيري شفاف دي او ددې کمېسيون فعاليتونو په هيواد کي د ناامنۍ سبب سوي.
« د سولي د شورا په کارونو کي هيڅ ډول شفافيت نه لیدل کيږي او هره ورځ مخور کسان له منځه وړل کيږي. هغوی مو وژني او موږ د ورونو ناري ورته وهو.»
په عيني حال کي یو شمېر سناتورانو د پاکستاني راکټي حملو ته په اشارې سره وويل، چي د يوې خوا راکيټونه راباندي اوروي د بلي خوا مو فاتحې وايي.
د هرات ولايت سناتوري طيبه زاهدي ويلي چي ځنځيري وژنو وښودل چي د افغانستان دښمنان څوک دي او د هغوی دپاره دا مهمه نه ده چي د کوم قوم دي.
د مشرانو جرگې دغه راز د افغانستان د درې گوني قوې ترمنځ د اختلاف په اړه هم خپله ژوره خواشني څرگنده کړه.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل