مشرانو جرگه: د لويي جرگې رابلل اړين دي
۱۳۹۰ فروردین ۲۸, یکشنبهد مشرانو جرگې يو شمېر سناتورانو د يکشنبې د ورځي په غونډه کي ويلي چي مخکي تر دې چي لويه جرگه را وبلل سي، د خلکو استازي بايد د امریکا سره د دوامدارو اړيکو د جزئياتو په اړه پوه سي.
د مشرانو جرگې يوې سناتوري نجيبې حسينې وويل چي، د اوږدې مودې د اړيکو پر سره خبري ورځ تر بلي توديږي ولي خلک د هغه د جزئياتو په اړه هيڅ خبر نه لري:
« موږ د رسنيو دلاري خبريږو. ولي په دې اړه چي آيا دا اړيکي د دايمي پوځي اډو پر سر دي او که د اوږدمهاله مرستو په اړه تر اوسه پوري خلک خبر نه دي او ياداچي افغانان څه غواړي او امريکايان څه غواړي.»
خو افغان ولسمشر حامد کرزی ويلي دي چي د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه د امريکا سره د اوږدمهاله اړيکي او په افغانستان کښي د سولي تأمينول دي.
که څه هم چي د مشرانو جرگې ډيری سناتوران د لويي جرگې رابلل يو ضروري کار گڼي خو يو شمېر بيا وايي چي لويه جرگه بايد د اساسي قانون په اساس جوړه سي.
ددغو سناتورانو په خبره ولسمشر کرزی نسي کولای چي لويه جرگه راوغواړي، د هغوی په خبره په ولسواليو کي د شوراگانو د جوړولو دپاره ټاکني نه دي تر سره سوي. ځکه چي په لويه جرگه کښي د اعضاو يوه برخه نا تکميله ده.
خو ولسمشر کرزي ولي چي غواړي يوه عنعنوي لويه جرگه را وغواړي. د مشرانو جرگې رئيس فضل هادي مسلميار په دې غونډه کي وويل چي، د سولي مشروتي جرگه او د سولي سيمه ييزه جرگه عنعنوي جرگې وې چي تر دې د مخه جوړي سوي وې:« موږ تاسو تر اوسه پوري د دوو عنعنوي جرگو شاهدان و. لويه جرگه مطلق نه ده، بلکي لويه جرگه د خلکو اراده ده.»
يو شمېر سناتورانو بيا په لويه جرگه کښي د ښځو پر حضور ټينگار کوی چي په خبره يې په نورو جرگو کښي سمه نونډه نه ول ورکړل سوې.
په غونډه کي سناتوري انارکلي هنريار پر دې باندي ټينگارلاره ، چي په دې جرگه کښي بايد په سلو کښي ۳۰ يې ښځي وي. ځکه په خبره يې هغوئ بايد د خپل هیواد په مهمو مسايلو کښي د تصميم حق ولري.
ولسمشر کرزي ويلي چي د افغانستان حکومت د لويي جرگې د پاره تياري نيسي او ټاکل سوې ده چي په راتلونکو دوو درو مياشتو کښي را وبلل سي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل