1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه: امنيتي کمپني د دولتي چارواکو دي

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

د مشرانو جرګې غړو یو ځل بیا په هيواد کې د هغو خصوصي امنیتي کمپنیو له شتون څخه خپله اندیښنه څرګنده کړه چې د یو شمیر غړو په وینا ئې په لوړ پوړو حکومتي چارواکو پوري تړلي دي.

https://p.dw.com/p/14Rrc
انځور: DW

د کورنیو چارو وزارت وایې چې دمګړۍ یوازي ۴۶ خصوصي امنیتي کمپڼۍ په افغانستان کې فعاله دي او۵۴ نوري لغوه سوي دي. دغه کمپنۍ تر ډیره په خود سریو او په ځینو مواردو کې د خپلو کتارونو د ساتلو له پاره طالبانو ته د پیسو په ورکولو هم تورني دي.

د مشرانو جرگې غړو د کورنیو چارو وزارت تورن کړ چې یا خو له امنیتي کمپنیو سره اړیکي لري او یا هم دا توان نه لري چې دا کمپنۍ منحل کړي.

یو شمیر غړو بیا تور لګاوه چې امنیتي کمپنۍ د خپلي بقا او فعالیت له پاره حکومتي لوړ پوړو چارواکو ته میاشتنی باج ورکوي.

د مشرانو جرګې پر پخواني مشر صبغت الله مجدیدي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال مارشال فهیم، د دفاع پر وزیر جنرال رحیم وردګ، د ولسي جرګې پر غړي پاچا خان ځدراڼ او د ولسمشر د اکا پر زوی حشمت کرزي تور دئ چې یو شمیر خصوصي شرکتونه د همدغو کسانو دي.

د جرګې غړي عبدالحنان د خصوصي کمپنیو په لغوه کولو کي حکومت په ټګۍ او ناتوانۍ تورن کړ:

«تاسو د مارشال فهیم امنیتي شرکت خلع سلاح کړئ، تاسو د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ د زامنو امنیتي کمپنۍ منحله کړئ، چې زموږ یو شمیر بې ګناه خلک ئې وژلي دي».

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د مشرانو جرګې د یو شمیرغړو دا ادعا نه مني.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وړمه ورځ په کابل کي یوې غونډي ته وویل چې پس له دې به د امنیتي خصوصي کمپنیو پر ځای د کورنیو چارو وزارت امنیتي تصدۍ کارکوي.

«ما تر اوسه نه دي اوریدلي چې مارشال صاحب دي امنیتي کمپنۍ ولري او هغه دي هم په کابل کې فعالیت وکړي، دا داسي کار نه دئ چې خداى ناخواسته، زه وغواړم احمد پرېږدم او محمود نه. د ټولو دولتي اراکينو کمپنۍ لغوه شوي دي».

خو د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وايي چې همدا د کمپنیو یو شمیرمشران دي چې په لویو اختلاسونو کې هم لاس لري.

«تاسو باید زما خبره پرې نه کړئ، همدا مارشال صاحب نه یوازي دا چې د امنیتي کمپنیو مشري کوي، بلکي زه سندونه ور باندي لرم چې په بدخشان کې په ستر مالي فساد کې هم لاس لري».

د ولسمشر کرزي د یوه فرمان له مخي ټاکل شوې وه چې د روان کال د حمل د میاشتي پر لومړۍ نیټه ټولي خصوصي امنیتي کمپنۍ ړنګي شي خو لا هم داسي ښکاري چې دا فرمان نه دئ عملي شوی.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل