1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرګه: د سمنګانو په لاريون کي والي پړ دی

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۲ دی ۱۵, یکشنبه

د مشرانو جرګې د استازو څېړنه ښيي چي په سمنګان ولايت کي پر لاريون کوونکو باندي د والي د ساتونکو له خوا فيرونه شوي دي. دغه لاريون چي د والي پرضد شوی وو دوه تنه پکښې ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.

https://p.dw.com/p/1AlVv
انځور: DW

د سمنګان ولایت یو شمېر اوسیدونکو د مرغومي میاشتي پر ۳مه نېټه د والي د ګوښه کیدو په موخه لاریون وکړ، چي وروسته دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت او د ډزو په پايله کي دوه تنه لاريون کوونکي ووژل شول او ۸ کسان نور ټپيان شول.

مشرانو جرګې د دې پیښې د څېړلو په موخه سمنګان ولايت ته يو استازی لېږلی وو چې نن د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ میلادي کال د جنورۍ ۵مه) یې عمومي غونډي ته خپل راپور وړاندي کړ.

د دغه استازي یوه غړي مولوي محمد فیضي سناتورانو ته وويل چي د دوی څېړني ښيي چې اعتراض کوونکو په قانوني او سوله ییز ډول لاریون کړی، خو د والي کسانو یې پر وړاندي سخت غبرګون ښوولی:

«مهمه خبرده دا ده چي ډزي د والي د ساتونکو له خوا پر لاریون کوونکو باندي شوي دي. په دې موضوع کې پولیس او د کورني امنیت کسان ښکېل نه دي، د والي د ساتونکو په مرميو دوه کسا وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.»

د فیضي په خبره لاریون کوونکو د سمنګانو والي په اخلاقي فساد هم تورن کړی دی. نوموړي زیاته کړه د لېږل سوي هيت څېړني ښيي چې د سمنګانو ولایت اوسیدونکي د اوبو د تنظیم له رییس او د څارنوالی له رییس څخه هم شکایتونه لري.

خو د سمنګانو والي خیرالله انوش بیا له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په يوه تليفوني اړيکه کي پر ځان باندي لګیدلي ټول تورونه په کلکه رد کړل.

د آنوش په خبره د مشرانو جرګې استازي په دې برخه کې هیڅ ډول بې پرې څېړنې کړي نه دي. هغه وويل: «دا ټولي ادعاوي په بشپړه توګه دروغ دي، دلته ټول امنیتي چارواکي حاضر ول. که هغوی په دې برخه کې اسناد لري وړاندي دي یې کړي تردې هاخوا ټول دروغ او زما پر ضد دسیسه ده.»

د والي آنوش په وینا هغه چا چې پر لاریون کوونکو باندي يې فېرونه کړي دي، د مشرانو جرګي د یوه غړي له نيژدې کسانو څخه دی او لاریون هم د هماغه له خوا رهبري شوی وو.

ده زیاته کړه چې په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او ټپیانو سره بېړنۍ مرستي شوي دي او اصلي مرستې به ورسره د شهېدانو او معلولینو له مقررې سره سم ترسره شي.