1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو، پېکينګ او اسلام آباد غواړي د افغانستان په اړه ګډي همکارۍ وکړي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱, جمعه

روسي، پاکستاني او چينايي ديپلوماتانو په اسلام اباد کي تر ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د دغه هيواد د راتلونکي په اړه بحثونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1AMTB
انځور: Fotolia/Irina Fischer

د دغو درو سرو هیوادونو ديپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۱) په اسلام آباد کي د درې اړخيزي غونډي په ترڅ کي په افغانستان کي د روانو حالاتو په اړه خبري کړي دي او ويلي يې دي چي په افغانستان کي سوله په سیمه کي د ثبات ټينګولو په لاره کي ډېره اغېزمنه تماميږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د غونډي کډونوالو«د ۲۰۱۴ کال په رارسېدو سره په افغانستان کي وضعيت ډېر جدي بللی او پريکړه يې کړې ده چي په دغه هيواد کي د ثبات ټينګولو له پاره خپلو درو اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړي.»

د درو سرو هيوادونو ديپلوماتانو په افغانستان کي د سولي د ملي پروسې پر ګړندۍ کولو او په دغه لار کي د هلو ځلو د زياتوالي غوښتنه کړې ده.

هغوی پر نړيوالي ټولني باندي ږغ کړی دی چي د افغانستان په اقتصادي پراختيا کي پراخه ونډه واخلي.

د روسيې او چين استازو په يوه بيانيه کي د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اترو د پراختيا په اړه ويلي دي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ دغه شان اړیکي په سيمه کي د ثبات ټينګلو له پاره ډېري ګټمني تماميږي.

درو سرو هیوادونو موافقه کړې ده چي د شانګای د همکاريو سازمان دي د افغانستان په اړه خپل رول نور هم روښانه او پياوړی کړی.

په دغه درې اړخيزه غونډه کي د روسيې استازيتوب د افغانستان له پاره د جمهور رييس ولاديمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف کوله. د دوی بله غونډه به د ۲۰۱۴ کال په نيمايي کي په مسکو کي وي.

د دغو درو سرو هيوادونو ديپلوماتان په داسي حال کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او په افغانستان کي د ملي پخلايني د ټينګېدو خبره کړې ده چي د افغانستان د سولي د عالي شورا يو لوړ پوړي استازي د دغي شورا د رييس په مشرۍ په پاکستان کي د طالبانو له مشرانو سره خبري کړي دي.

د دغي شورا يوه غړي چي د نوم د نه ښوولو په شرط يې له اسوشېتد پرس خبري آژانس سره خبري کړي دي ويلي دي چي دوی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د پخواني نزدې قوماندان ملا بردار سره ليدلي دي. دغه کس د نورو جزيياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

خو يو شمېر کارپوهان بيا په دې نظر دي چي طالبان اوس پر ملا برادر باندي هغومره اعتبار نه لري لکه مخکي چي يې لاره، ځکه چي هغه ډېر وخت د پاکستان په يوه زندان کي بندي وو.