1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: په افغانستان کي پوځي حضور بايد لږ وي

۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبه

مسکو انديښمن دئ چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو پوځي حضور څه ډول وي، او وايي چي په دغه هيواد کي بايد ډير لږ سرتيري پاته سي.

https://p.dw.com/p/167i3
انځور: dapd

په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نړيوالو ځواکونو د شتون سرنوشت بايد د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي وټاکل سي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال الکساندر گروشکو په مسکو کي له «روسيې ږغ» راډيو سره په يوه مرکه کي ويلي دي، دا واضح خبره ده چي په افغانستان کي بايد د بهرنيو روزونکو او مشاورينو له پاره په کافي اندازه ساتونکي پاته سي.

ناټو ته د روسيې نوی ټاکل سوی استازی چي اوس د تصويب تر دورې تيريږي، وايي: «دا چي ايساف او ناټو ځواکونه به په راتلونکې کي څه کوي دا پريکړه بايد په امنيت شورا کي وسي.»

هغه زياته کړې ده، چي په افغانستان کي بايد روزونکي پاته سي تر څو هلته د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو روزنه وکړي:«موږ پوهيږو چي د هغوی د ساتني له پاره سرتيرو ته اړتيا سته خو دغه شمېر بايد ډير لږ وي او بيا هم په افغانستان کي وضعيت ته په کتو سره بايد پريکړه وسي.»

گروشکو زياته کړې ده:«که چيري نور پلانونه جوړ سوي وي، بیا به نو د روسيې او ناټو په اړيکو کي تندخويي راسي.»

دغه روسي ديپلومات ويلي دي، چي موږ اوس ځکه انديښنه لرو، چي ترلاسه سوو معلوماتو ته په کتو سره اوس هلته د په لسونو زرونو سرتيرو د پاته کېدو له پاره پوځي اډې جوړيږي:

«دغه ټول کارونه تر هغه چوکاټ وزي، چي په افغانستان کي د ثبات ټينگولو له پاره جوړ سوی دئ، او موږ به له ناټو سره په دې اړه خبرو ته دوام ورکړو. موږ له هغه چوکاټه وزو چي په افغانستان کي بايد پوځي حضور ختم سي.»

هغه دغه راز ويلي دي، مخکي تر دې چي ايساف ځواکونه له افغانستان څخه ووزي بايد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته د خپل ماموريت په اړه معلومات ورکړي:

«د افغانستان ماموريت د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له پريکړي سره سم پيل سوی وو، ځکه نو اوس بايد د ماموريت په پای کي دغه شورا ته راپور ورکړل سي.»

په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ عيسوي کال وروسته له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني سرتيري ووزي، او د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري پخپله افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي. خو ډيری کارپوهان دغه ځواک ددې جوگه نه بولي چي امنيتي ستونزو ته دي په يوازي سره اوږه ورکړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش