1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: هيڅ وخت به افغانستان ته عسکر و نه لېږو

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی وايي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو ورسته به ئې هيواد په هيڅ صورت کي افغانستان ته سرتيري و نه ليږي.

https://p.dw.com/p/14Kje
انځور: picture alliance/ZB

ضمير کابلوف له روسي تلويزيون (RT) سره په مرکه کښي ددې پوښتني په جواب کښي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره آيا د سیمي هيوادونه د روسيې په گډون دې ته تيار دي چي د افغان حکومت د ملاتړ له پاره دغه هيواد ته ځواکونه وليږي؟

وويل:«طبيعي خبره ده چي نه. زه په دې باور لرم چي روسيه دې ته نه ده تياره چي افغانستان ته خپل ځواکونه ولېږي.»

هغه زياته کړه چي له پوځي اړخه زموږ له پاره نور افغانستان بس دئ:«اوزه فکر کوم چي اوس نو بايد امريکا او ناټو پر دې باندي دوه واري فکر وکړي چي افغانستان ته ځواکونه ولېږي که نه. دا چي دوی اوس عملاً په افغانستان کي دي، نو موږ وايو نه يوازي دا چي هغوی بايد په هغه هيواد کي جگړه ختمه کړي، بلکي د هغه هيواد اقتصاد بايد پياوړی کړي.»

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړي استازي زياته کړې ده چي په دغه لاره کي روسيه کولای سي چي له ناټو او امريکايي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ضمير کابلوف زياته کړې ده چي يوازي په هغه صورت کي طالب جنگيالي عادي ژوند ته راگرځېدلای سي چي ددغه هيواد په دننه کښي ثبات ټينگ سي.

«ډير وخت طالبانو تلاښ درلودئ چي ځان ډير افراطي وښيي خو اوس په دې وروستیو کي ددې ډلي ډيری بل ډول فکر کوي.»

دغه روسي ډيپلوماټ دغه راز ويلي دي چي امريکا په افغانستان کښي جگړه بايللې ده.

«که سړی په افغانستان کي وروستیو پيښو ته وگوري نو ښکاري چي امريکايي ځواکونه هلته ستړي سوي دي. تاسي وگورۍ چي وروستۍ پيښي په افغانستان کي بل ډول څرگندوني کوي.»

ضميرکابلوف زياته کړې ده چي که دوی يعني امريکايان ژر تر ژره دې ته متوجه نه سي نو پايلي به ئې ډيري خرابي وي.

کابلوف د هغه پوښتني په جواب کي چي آيا افغان امنيتي ځواک ددې وړتيا لري چي د هيواد امنيت په خپله وساتي؟ وويل چي نه فکر نه کوم.

«زه فکر کوم چي د امريکا متحده ايالاتو ددې پرځای چي د هيواد د امنيتي چارو د ورسپارلو موضوع راپورته کړي بايد ددغه امنيتي ځواک د ښه روزلو اقدام ئې کړی وای.»

دی وايي زه فکر کوم چي افغان حکومت به ددې توان ونه لري چي خپل پوځ له اقتصادي پلوه پياوړی وساتي:«د امريکا له پاره په کار وه چي د افغان پوځ اقتصادي ملاتړ وکړي او په دې پسې و نه گرځي چي د ځواکونو شمېر ډير کړي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش