1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: له طالبانو په بنديزونو ليري کولو کي انعطاف پذيره یوو

۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانگړي استازي ويلي دي چي مسکو له طالبانو څخه د بنديزونو ليرکولو په برخه کي انعطاف پذيره دی، «خو دغه موضو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کي مطرح نه ده.»

https://p.dw.com/p/1HjrK
Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ۲۵مه) له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي مسکو له طالبانو څخه د بنديزونو د ليرکولو خبرو ته تيار دئ. خو هغه ويلي دي چي د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي اوس پر دې موضوع باني بحث نه کيږي.

دوې ورځي دمخه په رسنيو کي د طالبانو د يوه قوماندان له خوا داسي خبر خپور سو چي که هغه د نړۍ د تروريستانو له تور ليسته وايستل سي، طالبان تيار دي چي له کابل سره د سولي خبرو ته کښېني.

کابلوف د دې پوښتني په جواب کي چي مسکو په دې اړه څه وايي، وويل: «موږ د دې موضوع په نظر کي نیولو سره انعطاف پذيري ته تيار يوو.»

هغه زیاته کړه: «خو زموږ انعطاف پذيري د هغوی [طالبانو] په انعطاف پذيرۍ پوري تړلي ده چي دوی څکه کوي، او آيا هغوی دې ته تيار دي چي له جنگه و سياسي مبارزې ته مخ واړوي.»

دغه روسي ديپلومات ويلي دي چي دغه موضوع اوس د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کي مطرح نه ده.

ضمير کابلوف دغه راز د مسکو پر هغه دريځ باندي ټينگار وکړ چي د ملگرو ملتونو له تور ليسته د طالبانو د ايستلو پر سر خبرو د پيل له پاره اړينه ده چي «طالبان وسلې پر مځکه کښېږدي، په بشپړه توگه له تروريستي شبکې القاعدې څخه جلا سي او د افغانستان اساسي قانون ته احترام وکړي.»

خو هغه ويلي دي چي په دې نژدې وختونو کي دغه کار امکان نه لري او داچي موږ به د طالبانو کړني څارو. «که موږ پوه سو چي رښتيا هم خبره د سولي پر لور روانه ده، چي اوس نه ليدل کيږي، نو هغه وخت به بيا پر دې موضوع باندي بحث کوو.»

خو هغه زیاته کړې ده چي له دې ټولو سره سره بيا هم ډېره اوږده لار په مخکي ده.