1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: د طالبانو سره خبري کول بې مانا کاردی

۱۳۸۷ آبان ۲۶, یکشنبه

په سيمه کي تر ايراني چارواکو وروسته اوس روسيه هم د طالبانو سره د خبرو کولو سخته مخالفه ده

https://p.dw.com/p/Fvw0
د ايران جمهورريس محمود احمدي نژاد او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د ايران جمهورريس محمود احمدي نژاد او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروفانځور: AP

د څه مودې راهيسي هم د ننه په افغانستان کي او هم د افغانستان څخه د باندي په ډیروخبري رسنيو اومطبوعاتوکي پر دې بحثونه او مشاجرې رواني دي چي دطالبانو دتندلاري اسلامي ډلي سره دي په افغانستان کي دسولي اوثبات د راستولو لپاره خبري وسي او که نه .

ځیني وايي چي دسعودي عربستان په منځګړیتوب دغه خبري په مقدماتي ډول سره لا د روژې په مبارکه مياشت کي پيل سوي خوپخپله طالبانو دغه خبره يوه آوازه ګڼلي، د افغانستان د حکومت په دريځ کي په دې هکله ډير ضدو نقيض دريځونه ليدل کيږي پخپله ولسمشر حامدکرزی يو څه وايي او د ده دبهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپانتا بیا بل څه.

په روانه مياشت کي په اسلام آباد کي هم د افغانستان او پاکستان په پنځوس کسيزه ګډه جرګه کي د نورو مسايلو ترڅنګ دتندلارو طالبانو سره دسولي دخبرو موضوع مطرح سوې وه او دمخا لفينو سره د تماس يوه ډله هم ټاکل سوې. په ناټوکي دننه هم داپوښتنه په جدي توګه مطرح ده چي د افغانستان لانجه يوازي دپوځي لاري څخه نسي حل کيدای، بايد دلانجي سیاسي او اقتصادي اړخو ته چي مطلب يې له افغانستان سره دزياتو اقتصادي مرستو موضوع ده، هم زياته پاملرنه وسي.

داخبره هم دیادوني وړ ده،چي د امریکا دمتحده ايالتونو نوي ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما له دې څخه پلوي کړې چي د طالبانو دتندلاري اسلامي ډلي سره دي دخبرو امکانات ولټول سي.

تراوسه په سيمه کي يوازنی هيواد چي دطالبانو سره د خبروکولو سره سخت مخالفت ښه يي هغه د ايران د اسلامي جمهوریت چارواکي دي خو اوس له دوی سره د روسيې حکومت هم ،هم ږغی سوی دی.

دروسيې دبهرنيو چارو وزير Sergej Lawrow د شنبې په ورځ د Ech Moskwy په نامه د راډيويي دستګاه سره په يوه مرکه کي وايي، چي د طالبانو د تندلاري اسلامي ډلي سره خبري به ډير بې مانا کار وي. لاوروف وايي:« هغه تند لاري طالبا ن چي په ځانمرګي ګوزارونو کي لاس لري هغوی سړی نسي بښلای، خو له هغه کسانو سره چي غواړي خپلي سلاوي پر ځمکه کښېږدي،کيدای سي سړی له هغوی سره سياسي برخورد وکړي .»

داچي د تندلاري طالبانو سره به خبري کيږي او که نه په لمړي سرکي دا د افغانستان د مسولو چارواکو او په تيره بيا د افغانستان دملت داکثريت په ارادې پوري اړه لري نه په پرديو. په تيره بیا له ايران او روسیې څخه د افغانستان ملت په دې اړه کومه سلا نده غوښتې چي د افغانستان د رواني کشالې لپاره له چاسره خبري وسي او له چا سره نه.

افغانان د30 کالو راپدیخوا په داسي يوه لانجه کي ښکېل دي چي اصلي عامل اوريښې يي ددغه هیواد په کورنیو چاروکي دروسانو او نورو بهرنیانو په ګوتو وهلو پوري نغښتي دي، که چيري دغه ګوت وهني نه وای او نه وي افغانان به دا توانمندي او درايت ولري چي په هیواد کي دسولي ثبات او سوکالۍ پر لور سیاسي ګامونه واخلي او دخپل منځي مخامخ خبرو له لاري خپل کورنۍ لانجې حل کړي.