1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس رابولي

انترفکس/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

د روسيې د دفاع وزارت په افغانستان کي د طالبانو او افراطي ډلي «اسلامي دولت» د فعاليتونو په اړه ندېښنه لري. روسيې ويلي دي چي په اکتوبر مياشت کي به د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس راوبلوي.

https://p.dw.com/p/1Frcu
انځور: Fotolia/Irina Fischer

د روسيې د دفاع وزارت مرستيال ويلي دي چي اوس هغه وخت دئ چي د شانگهای د همکاريو سازمان د غړو هيوادونو په غونډه کي د افغانستان روان حالت وڅېړل سي.

د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف د شانگهای د همکاریو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع له وزيرانو سره تر غونډي وروسته ژورناليستانو ته وويل چي په افغانستان کي روان حالت موږ بې غمۍ ته نه پرېږدي.

هغه ويلي دي په دغه هيواد کي د طالبانو د فعاليتونو پر ډېرېدو سربيره افراطي ډلي «اسلامي دولت» هم دغه هيواد ته وردانگلي دي.

هغه زياته کړه چي په افغانستان کي د اسلامي دولت ډلي له پاره د جنگياليو پر استخدام باندي ډېري پيسې مصرفيږي: «دا زموږ ټولو له پاره يو ستر گواښ دئ. اوس بايد دغه جريان دقيق وڅارل سي او له دغي سيمي د متوجه خطر پر وړاندي لازم اقدامات وسي.»

هغه ټينگار کړی دئ چي اوس بايد په دې اړه فکر وسي «چي څرنگه افغانستان له دې څخه وژغول سي چي د شانگهای د همکاریو سازمان غړو هيوادونو ته د دغه حالت د غځېدو آله و نه گرځول سي.»

انتونوف ويلي دي چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي به په مسکو کي په دې اړه يو نړيوال کنفرانس راوبولي. هغه ويلي دي چي دغه کنفرانس ته به نه يوازي د شانگهای د همکاريو سازمان د غړو هيوادونو لوی درستيزان، بلکي له افغانستان سره د ټولو سرحد لرونکو هيوادونو استازي هم راوبلل سي.

د روسيې د دفاع وزارت هيله لري چي په دې سره به «په سيمه کي سته ستونزي و ارزول سي او پر وړاندي به ئې د تياري له پاره لازمي لارښووني وسي، په ځانگړې توگه له افغانستانه د متوجه امنيتي گواښ د مخنيوي په برخه کي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل