1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسيحيانو، يهوديانو او مسلمانانو د برلين له پاره دعا وکړه

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

په نورو ګډونوالو کي د آلمان ولسمشر يوآخيم ګاوک، د برلين برحال ښاروال ميشايل ميولر او يو شمېر نورو سياستوالو هم ګډون کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/2UcV9
Deutschland 800 Menschen gedenken in Gottesdienst der Opfer von Berlin
انځور: Reuters/M. Kappeler

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۲۰مه نېټه) د آلمان په پلازمېنه کي د بيلو اديانو پيرويانو یوه ګډه د وير غونډه جوړه کړه. دغه غونډه چي د برلين پر کرسمس بازار د يو لارۍ موټر د بريد څخه يوه ورځ وروسته جوړه سوې وه، پکښي د پيښي د قربانيانو د کورنيو او د ژوبل سوو کسانو د روغتيا له پاره دعاوي وسوې.

دغه وير غونډه په پلازمېنه برلين کي هغه بازار ته نژدې په واقع يوه کليسا کي جوړه سوې وه چيري چي د دوشنبې په ورځ د يوې لارۍ موټر په مرسته ۱۲ انسانان ووژل سول او ۴۸ نور ژوبل کړل سول. د ۱۸ ژوبل سوو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دی.

د نورو ګډونوالو تر څنګ د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل هم دغې وير غونډي ته ورغلې وه. په نورو ګډونوالو کي د آلمان ولسمشر يوآخيم ګاوک، د برلين برحال ښاروال ميشايل ميولر او يو شمېر نورو سياستوالو هم ګډون کړی ؤ. په ټوليزه توګه په دغه وير غونډه کي تقريبا ۸۰۰ انسانانو ګډون وکړ.

د مارټين ګومر به نوم د مسيحي دين يو عالم د وينا پر وخت وويل: «موږ راټول سوي يو چي د خپل خالق مخ ته خپل غم او خپل سوالونه وړاندي کړو.»

په برلين کي د کاتوليکي کليسا اُسقف مارکوس ډريونګه هم په دغه وير غونډه کي ګډون کړی ؤ. نوموړي د برلين پر کرسمس بازار بريد يو «ترهګر بريد» ياد کړ. ډريونګه وويل چي دغه ډول ترهګر بريدونه وروسته بايد چي زموږ ټولنه لا سره نژدې سي. هغه وويل: «که موږ سره ليري سو نو به دا د ترهګرۍ بريا وي.» دغه اُسقف زياته کړه: «موږ به هيڅ چا ته اجازه ورنه کړو چي موږ و غير بشري عمل ته وهڅوي.»

د دې څخه تر مخه د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزير خبري کانفرانس ته وويل چي د برلين په بريد کي د ژول سوو ۴۸ کسانو څخه د ۱۸ کسانو وضعه ډېره خرابه ده. نوموړي وويل چي د پښي په تړاو په زيات سرأت سره پلټنې روانې دي.

د سه شنبې په ماښام رسنيو داسي خبرونه هم ورکړل چي ګواکي امنيتي چارواکو ويلي چي ښايي نيول سوی کس اصلي بريدګر نه وي. د چارواکو په وينا نيول سوی کس په پاکستان زېږېدلی او په آلمان کي يې د پناه غوښتنه کړې وه. خو ويل سوي چي دغه کس په پيښه کي د هر ډول لاس درلودلو څخه انکار کړی دی.

د آلمان د wdr راډيو په يو راپور کي د چارواکو له وينا وويل سول چي کله چي تورن کس په برلين کي ونيول سو نو د هغه پر جامو د وينو هيڅ ډول نخښې نه وې موجودي. دا په داسي حال کي چي د لارۍ موټر اصلي موټروان په په لوی احتمال په ډزو وژل سوی او که نيول سوی کس د هغه ويشتونکی وای نو به يې پر جامو د وينو نخښي نښانې وای.

د برلين د پيښي د تېرېدو څخه ۲۴ ساعته وروسته لا هم نه وه څرګنده چي بريد چا کړی، لاملونه يې څه ول او دا چي د موټروان په وژنه کي په کار اچول سوې وسله چيري ده. د دې تر څنګ يو شمېر سوالونه د ۲۴ ساعتونو تېرېدو باوجوده لا نه ول جواب سوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم: