1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلکي افغانان د کار ډیر چانسونه لري

سیرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مهر ۲۵, پنجشنبه

هغو افغانانو چې د افغانستان په گاونډویو هیوادونو کې د کډوالې پرمهال ځینې مسلکونه زده کړي دي اوس په افغانستان کې له خپل مسلکي ژوند څخه راضي دي. سره له دی هم ډیر شمیر ستانه شوي کډوال کاري مشغولیت نه لري.

https://p.dw.com/p/1A1f4
د افغانستان د بیا رغاونې یو ودانۍ
د افغانستان د بیا رغاونې یو ودانۍانځور: DW

په ورستیو لسیزو کې ډیر شمیر افغانان د جگړو له کبله گاونډیو هیوادونو ته د لنډ او یا هم اوږد وخت له پاره کډه شوي دي. د دغو افغانانو له ډلې څخه ځینو یې د کډوالۍ پر مهال داسې کسبونه زده کړي دي چې په افغانستان کې د ډیرو کسانو زده نه دي. د کار په بازار کی د کسی کډوالو نسبت هغو ته چی کوم کسب او یا مهارت نه لری، د کار کولو امکانات ډیر دي.

خو په عین وخت کي افغان حکومت وایي چې په هیواد کې د کار د مسلکي قوې د کمښت له کبله ډیر شمیر پانگوال د پاکستانی او ایراني کارکوونکو گومارلو ته اړی دي. خو هغه افغانان چې د کډوالۍ پرمهال د معمارۍ له نویو ډولو سره اشنا شوي دي اوس په کابل کې په ډیرو ساختماني پروژو کې په کار بوخت دي.

شفیق د کورونو په سینګارولو کې مهارت لري او دغه کسب یې د کډوالۍ پر مهال زده کړی دی. هغه په افغانستان کې له خپل کاره راضي دی او وایي: «موږ د ودانۍ د بهرنۍ او دننۍ برخې په کاشي کاري او گچ کاري کې مهارت لرو. الحمدالله په افغانستان کې مو هم کار ډیر ښه روان دی ځکه خلک زموږ کار ته اړتیا لري.»

شفیق له دې کبله خوښي څرگندوي چې د کډوالۍ پر مهال زده کړی کسب یې اوس د افغانستان د بیاودانو له بهیر سره مرسته کوي. هغه ټینگار کوي چې د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې ونډه لرل یې ډیر خوښوي.

شفیق وايي چې هر هغه افغان چې د کډوالۍ پر مهال یې یو کسب زده کړی وي په افغانستان کې بیکاره نه پاتې کیږي: «کډوالو په گاونډیو هیوادونو کې ښه کسبونه زده کړي دي. سړی ان کولای شي له دغو کسبونو څخه په گاونډیو هیوادونو کې هم استفاده وکړي.»

په وروستیو لسو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ډیرې ودانۍ جوړې شوې. هغو کډوالو چې په ایران پاکستان او نورو هیوادونو کې یې ځینې مسلکونه زده کړي دي، افغانستان ته د دغو هیواد د ودانیو د جوړلو سبک هم له ځانه سره راوړی دی. له همدې کبله اوس د افغانستان په ډیرو برخو کې د ایران او پاکستان په سبک جوړې شوې ودانۍ تر سترگو کیږي.

نوی ودانی چی د افغانستان د پخوانی مهندسی څیره یی بدله کړی ده
نوی ودانی چی د افغانستان د پخوانی مهندسی څیره یی بدله کړی دهانځور: DW

«ټولو ته کار نه پیدا کیږي»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر هم کم نه دی چې له گاونډیو هیوادونو بیرته له یوه کسب سره ستانه شوې دي، خو اوس د کار د موندلو په برخه کې له ستونزو سره لاس او گریوان دي. ډیر شمیر داسې کسان هم شته چې په گانډویو هیوادونو کې یې ډیر وخت تیر کړی دی خو د کوم کسب د زده کولو موقع ورته نه ده برابره شوې. نقیب الله چې اته کاله یې په ایران کې د کډوالې ژوند تیر کړی دی هم د دغو کسانو له ډلې څخه یو دی. هغه له افغان حکومت څخه غواړي چې ورته په فابریکو کې د کار زمینه برابره کړي: «د دغو لوړو ودانیو پر ځای باید داسې ځایونه جوړ شوي وای چې خلکو په کې کار کړی وای او بیکارو او بې وزلو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وای.»

غفور هم یو بل افغان دی چې له ایران څخه افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وایي کله چې په ایران کې وو له پولیسو یې پټ کار کاوه خو اوس چې افغانستان ته راغلی دی بیکاره دی. هغه وویل: «بیکاره یم. په ایران کې به هم له یوه ښاره بل ښار ته تلم اوس چې دلته هم راغلی یم تل په دې انتظار کې یم چې کار پیدا کړم خو کار نه پیدا کیږي.»

هغه افغانان چې په گاونډیو هیوادونو کې یې کسبونه زده کړي دي، هیواد ته د بیرته ستنیدو پر مهال له شرکتونو سره معرفي کیږي او له دې لارې کارونه پیدا کولای شي.