مسلم ليگ له حکومت څخه خپل وزيران وباسی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۴, سهشنبه«زموږ وزيران به همدانن سه شنبه د صدراعظم سره وګوري، او خپلي استعفاوي به وړاندي کي. »
د ګوند د راغلو غړو لخوا په مطبوعاتي کنفرانس کښي پر ده باندي چکچکي وسوې . خو داچه د حکومت څخه ددغه کوچني ګوند د وزيرانو ايستل د پاکستان د ولسي ګوند په رهبرۍ سره د حکومت د بحران شروع ده ، لا معلومه نده. ځکه چه داوس وخت دپاره مسليم ليګ فيصله کړې ده، چي په پارلمان کښي به د حکومت د کار څخه ملاتړ کوي.
«موږ د يوه ګوند په حيث دموکراسي نوره هم تقويه کو . ځکه به نو موږ په پارلمان کښي ددې غم وخورو ، چه دموکراسي بې ثباته نسي »
د نواز شريف مسليم ليګ ګوند او حکومتي ولسي ګوند د ډيرو اونيو راهيسي لا د تقريبآ ۶۰ تنو هفو قاضيانو پر بيرته مقرريدو باندي سره دعوه لري ، چه پر پرويز مشرف باندي د انتقادونو له کبله ګوښه سوي وه . دوی د تير عيسوي کال په نوامبر کښي د اضطراري حالت پر وخت د کار څخه ليري سوي وه . هغه وخت ستره محکمه ددې پوښتنی په جواب باندي مشغوله وه ، چه آيا د پرويز مشرف لانجمن دوباره انتخابيدل قانوني دي ،او که غير قانوني . مسليم ليګ غواړي چه قاضيان ژر تر ژره بيرته پر خپلو وظايفو مقرر سي . دی وايي:
«که موږ د مشرف د دريمي د نوامبر شرمونکي فيصلې ته تسليم سو ، بيا به نو پاکستان په راتلونکو کلو کي هيڅ دموکراسي ونه ويني . » خو د پاکستان د وژل سوي بې نظير بوټو ولسي ګوندکوښښ کوي چه د جمهوررييس پرويز مشرف سره د مستقيم ټکر څخه پرهیز وکي ، او وخت ته ګوري .
دغه ګوند غواړي چه د قاضيانو بیرته مقررول د يوه قضايي ریفورم سره وتړي . دوی غواړي چه تر ټولو د مخه د دوی د ناخوښه قاضي ا لقضات افتخار چودري قدرت ورکم کي ، چه تر ليري کيدو د مخه يې نه يوازي د پرويز مشرف ، بلکه د بې نظير بوټو د خاندان په مقابل کښي هم تحقيقات شروع کړي وه .
د بې نظير بوټو ميړه آصف علي زرداري چه د ولسي ګوند نوی قوي سړی دی ، په پاکستان کي پر ده باندي د اختلاس او اداري فساد تور لګول سوی دی .
ځکه نو سياسي څيړونکي تلات مسعود، يو پخواني جنرال ، څو ورځي دمخه لا ددغه بحران په باب پيشبيني کړې وه چي،
«تر کمه وخته پوري چه زموږ سياستمدارانو ته روښانه نه وي، چي د خلګو علاقه مندۍ ددوی تر شخصي علاقه منديو لوړي دي، نو به پاکستان بيا هم ديوه بحران څخه وبل بحران ته ورداخليږي. »