1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مسلمانان باید د مسلمانانو په ادغام کې مرسته وکړي»

۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر اسلامي خیریه اتحادیو ته په آلماني ټولنه کې د یوه پل په سترگه گوري. په پام کې ده چې اوس له دغو ټولنو سره دولتي مرستي وشي او زیات اهمیت ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/1H3pf
انځور: picture-alliance/dpa/K.D.Gabbert

په پام کې ده چې په آلمان کې اسلامي ټولني د مهاجرو د ادغام له پاره په پیاوړي توگه متحرکې کړل شي. په برلین کې د آلمان د «اسلام کنفرانس» په نامه د سازمان په یوه غونډه کې توماس دیمیزیر وویل چې په دې برخه کې مشخصه هیله لري.

دیمیزیر د اسلامي ټولنو له استازو سره تر غونډي وروسته وویل: «زه هیله لرم، چې په دې هیواد کې اوسیدونکي مسلمانان او د هغوی ټولني د هغه چا له پاره چې دلته راځي پلونه وي.» هغه وویل چې د مهاجرو ۷۰ سلنه مسلمانان دي.

د هغه په خبره هغه مسلمانان چې دلته ژوند کوي «کیدلای شي یوه بېلگه وي، هغوی د همدردۍ لازم حس لري او له هغه چا سره مرسته کولای شي چې موږ ته راځي.»

په پام کې ده چې اسلامي خیریه اتحادیې په ټولنه کې له زیات ارزښت څخه برخمني شي او په راتلونکي وخت کې د حکومت د ملاتړ په پروگرامونو کې شاملي کړل شي. د آلمان د فامیلي چارو وزیره مانویلا شویزیگ، پر دې سربیره د روزنیزو ورکشاپونو او سلا مشورو د پروگرامونو په هکله غور کوي، څو د مسلمانانو اتحادیو د مرستو غځولو سره له دې لارې ملاتړ وشي. د آلمان د فامیلي چارو وزیره په دې هیواد کې اوسیدونکي مسلمانان د «کلتوري ترجمانانو» په توگه یادوي.

مانویلا شویزیگ، پر دې خبره ټینگار کړی دی چې همدا اوس هم اسلامي اتحادیو په دې برخه کې زیات کار کړی دی او کابو لس زره مسلمانان د خپلو اجتماعي فعالیتونو له لاري له ۱۵۰ زره کسانو سره مرستې کوي. خو شویزیگ ته دا مهمه ده چې د مسلمانانو د مرستو پروگرامونه تر مذهب هاخوا او پراخ وي: «موږ کومه موازي ټولنه نه غواړو.»

مسلمانان د اجتماعي خدماتو د وړاندي کوونکو په توگه

د ترکيې اسلامي اتحادیې «دیتیب» څخه ذکریا التوغ، په اسلام کانفرانس، کې د مسلمانانو د ټولنیزو خدماتو څخه د ستاینې له کبله خپله خوښي څرگنده کړه. نوموړي د غونډې په پای کې وویل چې د مسلمانو خیریه کارونو ته تر اوسه ډیره توجه نه ده شوې.

اسلامي ټولنو ته د ارزښت ورکولو په پام کې نیولو سره التوغ، هیله څرگنده کړه چې مسلمانان اوس چانس لري چې خپلو فعالیتونو ته مثبت انعکاس ورکړي او هغوی یوازي د خدماتو د ترلاسه کوونکو نه، بلکې د خدماتو د عرضه کوونکو په توگه و پېژندل شي، یعنې هغه انسانان چې نه یوازي خپل هم دینو خلکو بلکي له غیر مسلمانانو سره هم مرسته کوي.

د «اسلام کنفرانس» په دې غونډه کې گډونوالو پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې د هغوی خیریه ټولني له لسیزو راهیسې له ځوانانو، ماشومانو او زړو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي.

دغه راز هغوی د مهاجرو پر کړکیچ باندي د لاس بر توب په برخه کې هم له خپلو مرستو سپما نه ده کړې. اسلامي خیریه اتحادیو په دې برخه کې د پيسو او کالیو د راټولو، په جوماتونو کې مهاجرو ته د ځای ورکولو او په اخترونو او عبادتونو کې د نوو مهاجرو برخي اخیستو ته اشاره وکړه.