1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مزار شریف

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د افغانستان د ځینو برخو د امنيتی چارو د سپارلو لړي به د جولای د میاشتی په لومړی نیټی پیل شي.

https://p.dw.com/p/11mxo
د المان صدراعظمه په مزار شریف کی
د المان صدراعظمه په مزار شریف کیانځور: AP

د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف امنیت هم افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. مزار شریف ښار په نسبي ارامو سیمو کی شمیرل کیږي.

د بلخ ولایت تقریبا 1220000‎ تنه نفوس لري او 357000 تنه د مزار شریف په ښار کی ژوند کوي. د رسمی ارقامو پر اساس 60.6 فیصده خلک پدغه ولایت کی د بی وزلی د کرښی څخه ښکته ژوند کوي.

د بلخ د والي د ویاند فرهاد بلخي په وینا په حاضر وخت کی په مزار شریف کی امنت ښه دی او د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا دلته نه لیدل کیږي. د هغه په وینا یواځی په یو څو نا امنه ولسوالیو کی بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لیدل کیږي.

بلخي په دغه ولایت کی د امنیتی ځواکونو د شمیر ښودولو څخه ډډه کوي خو وایی چی د ځواکونو شمیر کم دی او ځواکونه لا ډیرو تجهیزاتو ته اړتیا لري. په اوسنی وخت کی د المان، سویډن او فنلنډ ځواکونه د بلخ په ولایت کی د پی آر ټي په چوکاټ کی فعالیت کوي.