مرکل: مهاجر دې کم نفوسه سيمو ته ترجیح ورکړي
۱۳۹۶ فروردین ۱۳, یکشنبههغې په خپله اونيزه وينا کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، هيله څرګنده کړه چې تازه وارد شوي مهاجر دې د آلمان نافذه قوانينو ته درناوی ولري او د دغه هيواد د ژوندانه د دود او دستور په پوهاوي کې دې له زيات جديت څخه کار واخلي. مرکل وويل: « مونږ تمه لرو هغه کسان چې دلته راځي زمونږ قوانين تعقيب کړي او زمونږ د ژوندانه د اصولو سره يو څه زيات فعال واوسي».
د ۲۰۱۵ کال راپديخوا آلمان د څه باندې يو ميليون مهاجرو کوربه دی. آلمان له دوو کلونو راپديخوا د ټول هيواد په کچه د مهاجرو د ادغام مسئلې سره په تړاو له سياسي او ټولنيزو فشارونو سره مخ دی.
د آلمان صدراعظمې په خپله وينا کې زياته کړې ده چې ډیری مهاجر د ژوند کولو لپاره لوی ښارونه خوښوي په داسې حال کې چې په دا شان سيمو کې د هغو د پاره د هستوګنځايونو برابرول ستونزمن دی.
هغې مهاجرو ته په خطاب کې وويل: « همدې د پاره زه تاسو ته سپارښتنه کوم چې په لرو پرتو سيمو کې ميشت شئ... داسې ځایونه چې ښايي په اول ځل ليدو به په زړه پورې نه وي. همدا دليل دی چې د دغو سيمو خلک تر ډیر بريده مهاجرو ته پاملرنه کوي او د ادغام په برخه کې به هم ورسره زياتې مرستې کوي».
د آلمان صدراعظمې له تازه وارد شويو مهاجرو څخه دا هم وغوښتل چې بايد د دغه هيواد ټولو ارزښتونو؛ لکه: حوصله او زغم، د دين او بيان آزادي ومني او خلاص اند ولري.