1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل غواړي بیا د صدراعظمۍ لپاره ځان کاندید کړي

۱۳۹۵ آبان ۳۰, یکشنبه

د رپوټونو له مخې د آلمان صدراعظمه انگلا مرکل اوس تصدیق کړې ده چې هغه غواړي د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې ځان د صدارت لپاره بیا کاندیده کړي. د مسیحي دیموکرات دغه مشره د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې دغه مقام ته وټاکله شوه.

https://p.dw.com/p/2SyGn
Angela Merkel
انځور: picture alliance/dpa/C.Rehder

وروسته له میاشتو اټکلونو څخه د آلمان صدراعظمې انگلا مرکل په برلین کې د خپل گوند، مسیحی دیموکرات اتحاد (CDU) ته نن( یکشنبه د ۲۰۱۶ کال د نومبر ۲۰مه) وویل چې هغه چمتو ده  د راتلونکي میلادي کال په انتخاباتو کې د خپل گوند مشرې وکړي.

د رویترز د خبري آژانس د رپوټ له مخې میرمن مرکل د خپل گوند د ریاست یوغونډې ته نن د خپل کاندیدتوب اعلان وکړ.  د نوموړي غونډې یو شمیرگډونوالو د رویترز خبري آژانس ته وویل چې مرکل د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې د صدارت د مقام لپاره د خپل کاندیتوب څخه خبره ورکړ.

له دې اعلان سره دا خبره هم تړلې ده چې انگلا مرکل به د دسمبر په پیل کې د مسیحي دیموکرات د اتحاد (CDU) کانگره کې د خپل گوند د مشرې لپاره هم ځان کاندیده کړي. په پام کې ده چې مرکل به نن ماښام د آلمان په وخت په اوو بجو په برلین کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته د خپل دې تصمیم څخه اعلان هم وکړي.

د شنبه او دو شنبه په ورځو د CDU د فدرال رئیسه هیأت غوڼده لري. له دې مخکې د گوند ریاست غونډه وکړه.

له اونیو را په دی خوا دا اټکل کیده چې مرکل غواړي د څلورم ځل لپاره د آلمان د صدارت مقام ته ځان کاندیده کړي، دا هغه یو څه ؤ چې په تیرو ورځو کې د مسیحي دیموکرات یو گن شمیر سیاستوالو له هغې څخه غوښتي ؤ.

دا چې مرکل وتوانیدله چې په دې موده کې اروپا او بیا خصوصا د  ایرو حوزه د مالي کړکیچ څخه وژغوري او د آلمان اقتصاد پیاوړي وساتي، له هغې څخه زیاته ستاینه کیږي.

د هغې یوې نوې نظر پوښتنې له مخې چې د «بیلد ام زونتگ» د ورځپانې له خوا خپره شوې ده، ۵۵ سلنه آلمان د دې پلوي کوي چې مرکل د راتلونکو څلور کلونو لپاره بیا د دی هیواد د حکومت مشرۍ په غاړه واخلي.  ۳۹ سلنه خلک بیا د هغی مخالف دي.

د ثبات نښانه

که چیری مرکل  په راتلونکی سپتمبر کې بیا وټاکله شي، نو هغه وروسته له پخواني صدراعظم هلموت کول څخه د دی هیواد بل سیاستواله وي چې د یوې څلورمې دورې لپاره د دغه هیواد د حکومت مشرې په غاړه  اخلي. د اروپا له اتحادېې څخه د بریتانیا د وتلو پریکړې او په امریکا متحده ایالاتو کې د دونالد ترمپ انتخاب ته په کتو سره د نړې په ډيرو پلازمینو کې ښايی په آلمان کې د ثبات د نښانې په توگه د مرکل له دې تصمیم څخه هرکلی وشي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2015):