مرکل: ستر شرکتونه دې د مهاجرو په ادغام برخه واخلي
۱۳۹۵ مرداد ۲۴, یکشنبه
صدراعظمه انګیلا مرکل به راتلونکې میاشت په همدې اړه یوې جوړیدونکې غونډه کې د شرکتونو او حکومت د استاځو په شتون کې خبرې وکړي.
د آلمان صدراعظمه انګلا مرګل د راتلونکې میاشت (سپټامبر) په ۱۴مه نیټه، په جوړیدونکې یوه غونډه کې چې د حکومت او سترو اقتصادي شرکتونو استاځي به په کې ګډون ولري د مهاجرو د ادغام پر مسئله وینا کوي. مرکل به په دې برخه کې د دغو شرکتونو لخوا مهاجرو ته د کار په بازار کې د لا زیات سهم د ورکړې په اړه ټینګار وکړي.
آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد» په دې اړه د شنبنې ورځ رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان ستر اقتصادی شرکتونه؛ لکه: زیمنس، افونیک، اوپل، آر ډبلیو ای او فولکس واګون د « مونږ ټول په ګډه» تر نوم لاندې په یو عملي اقدام کې سره یوځای کیږي. د راتلونکې میاشت په غونډه کې به د مهاجرو چارو اړوند فعالیتونو په باب هم رپوټونه ورکړل شي.
ټینګار شوی دی چې د کار بازار ته د لا ښه لاسرسي لپاره، د ادغام نوی قانون هم مرسته کوي، کوم چې د روانې (اګست) میاشتې په لمړیو کې پلې شوی دی.
هغه مهاجر چې په عملي توګه یوه روزنیزه دوره کې په زدکړو بوخت وي، په ټوله روزنیزه دوره کې او تر هغې چې کار پيدا کوي، باید لږ تر لږه دوه کاله او وروسته له هغې هم په آلمان کې ورته د پاته کیدو اجازه ورکړل شي.
د کار په بازار کې د مهاجرو لپاره یوه ستره ستونزه د « اولیت پلټنې» قانون وو، چې د هغې له مخې به په کار کې د ګمارلو لمړنی حق آلمانيو او یا د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیده. اوس دغه قانون د آلمان په اکثرو ایالتونو کې د درو کلونو لپاره په تعلیق کې راوستل شوی دی.
د دغو ټولو سربیره، د آلمان د صنعت استاځو له دې مخکې ویلي وو، چې د کار په بازار کې د مهاجرو ګډیدل یوه اوږدمهاله پروسه ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2015):