1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: د مهاجرو په سياست کې مي بدلون ندی راوستی

۱۳۹۵ مهر ۱۱, یکشنبه

مرکل وايي چې د تيرکال دوبي څخه راپديخوا د مهاجرو په اړه پر داسې یو سياست کار کوي چې هم آلمان او هم اروپا ته ګټور وي. هغې ځينې وخت د ځينو ستونزو پر شتون هم اعتراف وکړ.

https://p.dw.com/p/2QoBf
Deutschland Angela Merkel auf dem Tourismusgipfel
انځور: picture alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان صدراعظمې او د آلمان مسيحي دموکرات ګوند مشرې انګلا مرکل هغه ادعاوي رد کړې چې ګواګې د مهاجرت په سياست کې یې بدلون راوستلی دی. هغې د آلمان په درسدن ښار کې یوې آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل:« ما د [ مهاجرت کړکيچ] په اړه، خپل سياست ته تغير ندی ورکړی، بلکه په یو سياسي اقدام مې لاس پورې کړی دی».

مرکل وويل چې د تير کال له دوبي راپديخوا د مهاجرت موضوع په اړه پر یو داسې سياست کار کوي چې هم د آلمان او هم اروپا لپاره ګټور وي. صدراعظمې وویل:« مقصد مې دا دی تر څو د اروپا د بهرنيو سرحدونو ساتنه لاښه شي، د مهاجرت پر عواملو مبارزه وشي او پر دې هدف برلاسي شو چې د مهاجرو شمير کمښت ومومي».

مرکل زیاته کړه چې اوس هدف دا دی چې د هغو بهرنیو د بيرته ستنيدو بهير ګړندای کړل شي کوم چې په آلمان کې د اوسيدو حق نلري.« دا مسئله بايد په عمل کې په لا جِدي توګه ترسره شي. مونږ د هغو کسانو پر وړاندې چې د جګړې او تروریزم د خطرونو له امله يې اروپا ته پناه راوړې دي یو بشري مسئوليت لرو. مونږ بايد په برخو باندې توافق وکړو تر څو مهاجر د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو باندې په مناسبه توګه تقسيم کړو.

د مرکل ګوند په ورستيو ايالتي ټاکنو کې ښې پایلې نلرودې. هغې د دغو بدو پايلو په غبرګون کې د مهاجرو په اړه د خپل سياست په باب يو ډول نیوکې لرونکې څرګندونې وکړې. هغې وويل چې غواړي راتلونکې کې د مهاجرو په اړه خپل سیاست لا ښه په توګه روښانه کړي.

هغې د مهاجرت بحران په تړاو ځینو کارونو ته د نه رسيدګۍ او دغه راز کله کله له لاسه د کنترول پر وتلو اعتراف وکړ.

د مرکل د مهاجرت په سياست کې د بدلون پر راوستلو تر ټولو زيات د آلمان سوسيال مسيحي ګوند چې د هغې متحد ګوند دی زیات ټينګار کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2015):