مرسي د احتجاجونو په خاطر برلين ته سفر لنډ کړ
۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبهپه مصر کي د حسني مبارک د اوږدې ديکتاورۍ تر ړنگېدو دوه کاله وروسته سياسي حالت څرنگه دئ؟ دغه اصلي پوښتنه به د آلمان د لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل او د مصر د جمهور رئيس محمد مرسي د نن ورځي (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۳۰) په برلین کي د خبرو اترو اصلي محور وي.
د مصر نومیالیو ورځپاڼو هم د انقلاب په اړه لیکنی کړې دي او ویلي يې دي چې هغه باید خپلو اساسي اصولو ته بیا توجه وکړي. د «المصر الیوم» ورځپاڼي لیکلي دي: «موږ د ډیرو بدلونو هیلې لرلې، خو په خواشینۍ سره هیڅ څه هم بدل نه شول. داسې ښکاري چې اصلاً کوم انقلاب نه وي شوی.»
د «الشروق» ورځپاڼې هم لیکلي دي چې دوه کاله مخکې په مصر کې د یوې معجزې تمه کیده خو اوس د دې ورځپاڼې په خبره دغه معجزه د مصریانو د اولادو په زنداني کیدو، د غریبو کسانو په لا ناداره کیدو او د بډایو په لا بډایه کیدو کې لیدل کیږي.
خواشینوونکې پوښتني
په داسې وخت کې اروپايي هیوادونو ته د مصر د ولسمشر محمد مرسي، سفر کومه اسانه خبره نه ده. په هر حال هغه په آلمان کې د نورو هیوادونو په پرتله لږ د آرامۍ احساس کوي. په برلین کې د مرسي کوربه ښايي هغه ته نوي پوښتني مطرح کړي.
د آلمان پارلمان د بهرنیو اړیکو مسئول روپریخت پولينڅ، دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل: «دا به ډیره د زړه ورتیا خبره وي چې سړۍ د مصر انقلاب یو مستقیم او د نه پر شاتګ بهیر وګڼي.»
اعتدالي اسلامي کول
دا چې د مصر پاڅون به پر کومه خوا روان شي، په دې اړه لا تر اوسه پورې د آلمان په سیاسي کړيو کې کوم توافق موجود نه دی. د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند غړی او د آلمان-مصر د خبرو اترو د ډلي مشر کلاوس براندنر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، هغه انتظار لري چې د مصر د ټولني د اسلامي کولو بهیر لا پسې پیاوړی شي خو د هغه په خبره دا په دې معنی نه ده چې دغه هیواد دې د یوه دیني حکومت د لرلو پر لور روان شي. هغه زیاته کړه چې مصری حکومت ښايي د ترکیې حکومت ته ورته شکل خپل کړي چې پکې د دولت او دین تر منځ واضح بېلوالی موجود دی.
پولينڅ وایي: «پر دې سربیره هم دغه کسان ښيي چې هغوی د پلورالیزم پلویان دي. د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اساسي قانون د بدلون د بهیر په ترڅ کې پر دې خبره باندي توافق و نه شو چې داسې یو قانون رامنځته شي چې ټول کسان ورباندې توافق ولري.»
رښتیا خبره خو دا ده چې سیکولار کسان فکر کوي چې نه شي کولای د اسلامپالو په شتون کې خپل نظرونه په اساسي قانون کې شامل کړي. پر دې سربیره براندنر وایی چې په روان کال کې پارلماني ټاکنې دغه هیواد ته یو امکان رامنځته کوي. دغه ټاکنې د دې امکان رامنځته کوي چې په مصر کې د دیموکراتیک کولو بهیر پر مخ ولاړ شي. ځکه یو قوي پارلمان کولای شي چې په یوه هیواد کې ریښتنې ديموکراسي رامنځته کړي. «په دغه شان یوه ديموکراسي کي ټولنیز حقوق، بشري حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو حقوق مطرح وي. که دغه شان حقوق نه وي د بريالي اقتصاد خوند به هم نه وي.»