1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسي: انقلاب به ادامه پیدا کړي

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15KqJ

د مصر نوي جمهور رئیس محمد مرسي په خپله لومړنۍ وینا کي ځان د ټوله مصر ولسمشر وباله او ټول اولس ئې یو والی ته راوباله. د محافظه کاره اخوان المسليمین ګوند دغه مشر د۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په میاشت کي د پاڅون په ترڅ کي له هغو قربانیانو څخه هم یادونه وکړه چي هغه وخت ئې د پخوانی واکمن حسني مبارک په نسکورولو کي رول درلود. خو ده بیا هم له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چي دغه انقلاب ته ادامه ورکړي. ده د پوځي شورا له خوا د اساسي قانون دهغه بدلون په اړه چي د جمهور رئیس قدرت به پکښي کم سي، څه ونه ویل. سربېره پر دې مرسي دا وعده هم وکړه، چي ټول بین المللي تړونونه به په نظر کي ونیسي. د اردن تر څنګه مصر هم هغه یوازینی عربي هیواد دئ چي له اسرائیلو سره یې د سولي یو تړون لاسلیک کړی دئ.